Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګه له ولسمشر غني څخه د ملت کورته د درناوي غوښتنه کړې ده

ولسي جرګه دیوه رسمي لیک په ترڅ کې له ولسمشر غني څخه غواړي چې د وزیرانو د بې‎واکه کېدو په اړه د هغوی پریکړې ته درناوی وکړي.  ولسي جرګې د دوشنبې ورځې(د لیندۍ۸مه) ناستې په لړ کې وویل چې د بې‎وکه شویو وزیرانو کاري دوام دقانون خلاف دی.

د ولسي جرګې غړي، عبدالقیوم سجادي څرګنده کړه:«ولسمشر د افغانستان اسلامي جمهوریت په راس کې دی او باید خپل واکونه د قانون پر اساس وکاروي.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر حکومت د ژمنو نه عملي کېدو له امله نیوکوي کوي.

د ولسي جرګې غړې، شکیبا هاشمي وویل:«هغه کسان چې د افغانستان دولت په راس کې د دې پر ځای چې د افغانستان خلکو لپاره عدالت تامین کړي دوی په خپله بې‎عدالتي کوي.»

د پارلمان غړي، فکوري بهشتي هم زیاته کړه:«له نشه‎يي توکو او قاچاق سره مبارزه هیڅ نشته؛ ښه‎ حکومتولي خو هیڅ نه وینو اداري فساد کوم ځای ته رسېدلی دی.»

داسې نیوکې هم شته چې د ولسي جرګې غړي هم خپل مسولیتونه په سمه توګه  نه ترسره کوي.

د ولسي جرګې بل غړي، جعفر مهدوي وویل:«که غواړو چې یو وران او دربدر افغانستان راتلونکي پښت او اولادونو ته په میراث پرېږدو نو چوپتیا او محافظه‎کاري غوره کړئ.»

د ولسي جرګې بل غړي، رمضان بشردوست هم خپل نظر داسې وړاندې کړ:«کولی شئ چې یو ثلث سره وړاندیز او دوه ثلث سره د ولسمشر محکمه وکړئ او ع او غ چې موږ دوه پادشاهان لرو. تاسو کولئ شئ چې د سترې محکمې غړي عزل کړئ، که معامله مو نه وي کړې.»

ولسي جرګې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابینې ۱۶ وزیران استیضاح کړل. له دې ډلې ۷ وزیران له اویا سلنې څخه لږې پراختیايي بودیجو د نه لګولو له امله سلب اعتماد شول، خو ولسمشر له دې پریکرې سره مخالفت وښود او د سترې مخکمې له خوا ددې پریکړې د تفسير غوښتنه یې وکړه.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې بې‎واکه شویو وزیرانو د کار دوام به د ملي شورا او حکومت ترمنځ تاوتریخوالي زیات کړي.

شریک یي کړئ