په ولسي جرګه کې له ماشومانو د ملاتړ تصویب شوي قانون پر سر جنجالونه لا هم دوام لري او نن(شنبې، د لیندۍ ۲۳مه) هم د ولسي جرګې دویمه غونډه د همدغو جنجالونو له امله ځينو استازو ترمنځ لفظي شخړه وشوه.
په دغه قانون کې د ماشومانو لپاره د اتلس کلنۍ عمر مشخص کېدو سره مخالف استازي چې ډېری یې نارینه دي، دغه قانون غیراسلامي بولي.
د ولسي جرګې غړی حبیب الرحمان سیاف وايي:«همدا اوس محاکمو ته غیرقانوني مکتوب استول شوی چې تاسې له اتلس کلنۍ کم عمره که چېرې په نامشروع جنسي ممارثت کې ونیول سزا نه ورکوي.»
د ولسي جرګې غړی ملامحمد خان تره خېل هم وویل:«دا یوه هیله ده چې د دغه قانون په اړه ډېر ټینګار مه کوئ چې دغه قانون د اسلام له دین سره په ټکر کې دی.»
خو د دغه قانون موافقان چې ډېری یې مېرمنې دي خپل معترض همکاران له دین څخه په بې خبرۍ او زورویلو تورنوي او وايي په دې اړه بحثونه پای ته رسېدلي دي.
د ولسي جرګې غړې شینکی کړوخېل وايي:«تاسې دغه ټول موردونه وګورئ چې د هغه کومه برخه د اسلام او شریعت خلاف دی! موږ الحمدالله ټول مسلمانان یوو.»
د ولسي جرګې بله غړې فاطمه کوهستانۍ څرګندوي:«د دغه قانون یوه مهمه برخه دا ده چې بچه بازي منع کوي؛ ایا محترم استازي غواړي بچه بازي دود وي؟»
له دې سره سره د ولسي جرګې رییس د دې جرګې د لومړي مرستیال امیرخان یار په مشرۍ چې په دغه ناسته کې یې هم ګډون نه درلود، د جرګې لس کسیز پلاوی د دغه قانون د څېړلو او همداراز دا چې د راي ګیرۍ په ورځ نصاب بشپړ و که نه یو پلاوی وګوماره.
له ماشومانو د ملاتړ قانون په داسې حال کې ولسي جرګه کې جنجالي کېږي چې کابو یوه اوونۍ د مالي کال پای ته پاتې ده او تراوسه ولسي جرګې د ۱۳۹۷ مالي کال د قطعیې او همدارنګه بودیجې په اړه پرېکړه نه ده کړې.
که چېرې پارلمان ونه کړای شي په دې اړه ژر تر ژره پرېکړه وکړي، د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړه به له ستونزو سره مخ شي.
خو دغه استازې چې ټولې ښځې دي د ولسي جرګې د اداري پلاوي تصمیم د قانون پرخلاف ګڼي او هغه نه مني.