په هېواد کې د وروستیو نا امنیو په تړاو نن(دوشنبې د وری۷مه) ولسي جرګې د ملي دفاع وزیر، عبداللهخان حبیبي، کورنیو چارو وزیر، تاج محمد جاهد او د ملي امنیت لوی رئیس، معصوم ستانکزی د استیضاح په موخه ورغوښتي وو.
په دې ناسته کې لومړي ورغوښتل شویو امنیتي چارواکو د ولسي جرګې غړو پوښتنو ته ځوابونه وویل، خو د امنیتي دې ورغوښتل شویو چارواکو ځوابونه د ولسي جرګې د غړو قناعت حاصل نکړ او د باور رایو صندقونو یې ورته کېښودل.
په دې سره د دفاع وزیر، ښاغلی حبيبي وتوانید چې د ۱۰۶ رایو، د کورنیو چارو وزیر، ښاغلي جاهد۱۲۰ او د ملي امنیت لوی رئیس هم د ۱۲۹رایو په ترلاسه کولو سره پر خپل ځای پاتې شول.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د ولسي جرګې لومړي مرستیال، همایون همایون ویلي وه چې ولسمشر غني ګواښ کړی دی، که دا چارواکي ولسي جرګې ته د استیضاح په موخه وروغوښتل شي نو دی به د یوه فرمان په ترڅ کې ملي شورا لغو کړي.
خو ولسمشرۍ مانۍ د ښاغلي همایون دا خبرې رد کړې.
دې ناسته کې د خلکو استازو په کابل کې پر سردار محمد داوود خان برید په تړاو پر امنیتي چارواکو سختې نیوکې وکړي.
د کندهار استازي، عبدالرحیم ایوبي وویل:«په روغتون کې برید کوونکو آن د مور په غېږ کې ماشوم هم وژلی دی.»
د ملي دفاع وزیر، ښاغلي حبیبي د ولسي جرګې د غړو په ځواب کې وویل:«زه یو امنیتي ساتونکی نه وم چې خلک له ما د استعفا غوښتنه کوي، خو حقیقتموندونکي ډلې پر روغتون د برید څرنګوالی څېړي او تر اوسه ۲۳ تنه پوځيان په دې تړاو نیول شوي دي او هغه کسان چې غفلت یې کړی څارنوالۍ ته به وروپېژندل شي.»
ده وړاندې وویل:«موږ باید په تمه پاتې شو تر څو د برید په تړاو څېړنې پایته ورسېږي.»
ښاغلي حبيبي وویل چې د افغانستان جګړه کورنۍ جکړه نه ده بلکې له بهیر څخه سرچېنه اخلي.
ده همدراز زیاته کړه:«تاسو شاهد وی چې د بروکسل ناستې پر مهال په افغانستان کې نښتې زیاتې شوې.»
د ملي دفاع وزیر څرکنده کړه:«تېر کال وسلهوالو هڅه وکړه یو او یا دوه ولایتونه ونیسي تر څو د کوټې شورا دلته راولېږدوي، خو بریالي نشول. موږ هم مرګژوبله درلوده خو دښمن ته درنه مرګژوبله واوښته.»
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر، تاج محمد جاهد وویل چې د سردار محمد داوود خان روغتون امینت ساتل د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت دنده نه وه، خو ځانګړو ځواکونو پر وخت بریدګرو ته ځواب ورکړ او خلک یې وژغورل.
ښاغلي جاهد زیاته کړه:«موږ د پولیسو پر ظرفیت کار کړی دی او خپل پلاوې مو ولایتونو ته د پولیسو چارو څېړلو په موخه لیږلي دي او پر څلور کلن پلان کار کوو په ننګرهار، کندز او هرات کې د ځانګړو ځواکونو شمېر زیاتوو.»
ده وړاندې وویل چې حکومت د خالد په نامه پر یرغلییز پلان کار کوي تر څو له لاسه تلي سیمې بیا ونیسو.
د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه:«موږ هڅه کوو چې د ترهګرو مخه ونیسو او د لویو لارو امنیت تامین کړو.»
ولسي جرګې ته د ملي امنیت لوی رئیس، معصوم ستانکزي وویل چې ډېر ژر به د سردارمحمد داوود خان پر روغتون د برید عاملین ونیول شي.
وروسته له هغې د ولسي جرګې ناسته د ښاغلي ستانکزي په وینا سري اعلان شوه.
دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه میاشت مخکې ۵ داعش وسلهوالو پر سردار محمد داوود خان روغتون برید وکړ چې په ترڅ کې۵۱ تنه ووژل شو او ۳۱ تنه نور ټپیان شول.