Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګې د دفاع وزیر او ملي امنیت رئيس ته د باور رایه ورکړه

ولسي جرګې نن دوشنبه( د غبرګولي۳۱مه) عبدالله حبیبي ته د ملي دفاع وزیر او معصوم ستانکزي ته د ملي امنیت لوی رئيس په توګه د باور رایه ورکړه.

عبدالله حبیبي وتوانید چې د ولسي جرګې د ۲۲۴ حاضرو غړو له ډلې ۱۶۷ د تائيد، ۳۹ رد، ۶ سپينې او ۱۳ طالې رایې ورکړې وې.

معصوم ستانکزی هم د ۱۶۱ رایو په ترلاسه کولو د ملي امنیت لوی رئیس په توګه وټاکل شو او ترڅنګ یې ۴۱ مخالفې، ۸ سپينې او ۱۵ باطلې رایې ترلاسه کړې.

د ولسي جرګې د نن ورځې په ناسته کې همداراز محمد زمان سنګري د سترې محکمې د عالي شورا غړي په توګه د باور رایه ترلاسه کړه.

کابو دوه اوونۍ مخکې د ولسمشر دوهم مرستیال، محمد سرور دانش معصوم ستانکزی او عبدالله حبیبي یې ولسي جرګې ته وروپېژندل.

هغه خپلې وینا کې ویلي وه چې امنیت د ملي یووالي حکومت په لومړيتوبونو کې دي.

هغه زیاته کړه چې په اوسني وخت کې هېواد ملي یووالي ته ډېره اړتیا لري او «دښمن» په هڅه کې دي ترڅو له هرې موکې څخه ګټه پورته کړي او د خلکو له استازو څخه یې غوښتنه کړې وه چې د هېواد امنیت ښه‎والي لپاره دغو نوماندانو ته رایه ورکړي.

د نوماندانو لنډه پېژندنه:

د ملي دفاع وزارت نوماند وزیر عبدالحی حبیبي ۶۴ کلن دی او له پوځي ښوونځي څخه فارغ او ماستري یې په بهر کې ترلاسه کړې ده.

ښاغلی حبیبي د کابل په حربي پوهنتون کې د استاد، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قوماندان او د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې د لومړي مرستیال په توګه دندې ترسره کړې دي.

همداراز محمدمعصوم ستانکزی ۵۸ کلن دی او د برېتانیې له بوسټن او کمبریج له دوو پوهنتونونو څخه د لیسانس دوه سندونه لري.

هغه د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس او د ملي دفاع وزارت سرپرست هم پاتې شوی دی.

ولسي جرګې نن دوشنبه( د غبرګولي۳۱مه) عبدالله حبیبي ته د ملي دفاع وزیر او معصوم ستانکزي ته د ملي امن

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه