Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګې د کډوالو چارو وزیر استیضاح کړ

ولسي جرګې د شنبې په ورځ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير جماهير انوري استیضاح کړ. اداري فساد، د وزارت د برېښنا او سفرونو لګښت، د وزارت د مېلمستونونو په کرايو او ځينو نورو برخو کې درغلۍ جماهیر انوري د استيضاح دلايل بلل شوی دي.

دغه راز ولسي جرګې ويلي و، چې په دې وزارت کې د مقرريو په برخه کې هم ستونزې شتون لري او په بهر کې د افغان کډوالو دستونزو په اړه هم ياد شوي وزارت اړين ګامونه نه دي پورته کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې، ناهید فرید وايي:«تاسو له یوې مرسته کوونکې ادارې غوښتي وو چې ځینې پیسې د شازیې په نامه ستا د یوې میرمنې شخصي حساب ته ولیږي، دا موضوع روښانه کړی.»

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې، نفیسه وايي:«د کډوالو چارو د وزارت ځینې پیسې ستاسو د ځوی عبدالله شخصي حساب ته لیږدول شوې دي.»

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شکريې بارکزې وويل:« ، چې افغانستان له يو شمېر هېوادونو سره د کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې هوکړه ليکونه لري، خو سره له دې هم مېزبان هېوادونه افغانان په زور و باسي»

بارکزۍ وايي ، چې د ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان په ګډون افغان کډوال په ټوله نړۍ کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دې وزارت چې لومړى درجه مسووليت لري هېڅ هم نه دي کړي.

خو د کډوالو د چارو وزیر دا تورونه رد کړل او ویې ویل، ده تردې دمه له بهرنیو هیوادونو سره لس هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي او دغه راز دا کار یې له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ کې ترسره کړی دی. خو هیڅ هوکړه لیک د افغان کډوالو د اجباري ایستلو په اړه نه دی.

ښاغلی انوري وايي: «يواځې په ٢٠١٠ کال کې د وزارت له بوديجي څخه ١٢٥٠ ډالره يو شخصي حساب ته انتقال شوي ، چې په هغه هم ځينې برقي وسايل اخيستل شوي دي.» دا په داسې حال ده ، چې نن ملي شورا ته څېرمه هم يو شمېر کسانو لاريون کړى و او ويل يې ، چې له استراليا ، ډنمارک او ځينو نورو هېوادونو څخه افغان مهاجرين په زور ايستل کيږي .

لاريون کوونکو ويل، چې افغان دولت د خپلو وګړو له حقونو څخه دفاع نه شي کولاى او بهرني هېوادونه خپلو سياسي موخو ته د رسېدو په خاطر پر مهاجرينو بېلابېل فشارونه راوړي . له دې سره سره جماهیر انوري وتوانید چې له ولسي جرګې د اعتماد رایه ترلاسه کړي.

ولسي جرګې د کډوالو چارو وزیر استیضاح کړ

ولسي جرګې د شنبې په ورځ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير جماهير انوري استیضاح کړ. اداري فسا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه