له ماشومانو د ملاتړ قانون په پارلمان کې له کلونو اختلاف وروسته، نن (دوشنبې، د لیندۍ ۱۸مه) تصویب شو.
د دغه ۱۶ څپرکي او ۱۰۸ ماده يي قانون، یوازې درېیمه ماده چې هغه د ماشوم د قانوني عمر د ټاکلو لپاره ده اختلاف درلود.
نن هم د ماشومانو لپاره د قانوني عمر په ټاکو کې بیا هم اختلافونه رامنځته شول، لکه څرنګه چې ځينې استازو له اتلس کلنۍ سره مخالفت درلود او د بلوع پر رسېدو یې ټینګار کاوه.
دغه قانون چې تېر کال د ولسمشر په تقنیني فرمان کې توشیح شوی و، د هغه په درېیمه ماده کې راغلي دي چې ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې اتل کلن شوی نه وي.
په ډېریو قوانینو او کنوانسیونونو کې چې افغانستان د هغه رعایت ته ژمن دی او همدارنګه د افغانستان په جزايي کوډ کې هم، هغه کسان چې له اتلسو کم عمر لري، ماشوم پېژندل کېږي.
دغه قانون په تېرو کلونو کې هم دوه ځلې د ولسي جرګې اجنډا ته ولاړ، خو د ماشومانو د قانوني عمر د ټاکو پر سر اختلاف له امله تصویب شوی نه و.
له دې وروسته کله چې دغه قانون ولسي جرګې ته د تایید لپاره ولاړ شي. له ماشومانو د ملاتړ قانون، د ماشومانو حقوق، خوندیتوب، ښوونې او روزنې، ټولنیز مراقبتونه او له ماشومانو د ګټې اخیستو مخنیوی په ځان کې رانغاړي.
په دې لړ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون هم یو له هغو قوانینو دی چې په ولسي جرګه کې له اختلافونو سره مخ شوی او لاهم د تصویب په اجنډا کې نیول شوی نه دی.