Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وټل: پر پاکستان فشارونه د طالبانو په وړاندې د اقدام لامل شوی

د امریکې د ملي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف وټل، تېره ورځ سې‎شنبې( د کب پر ۸ مه) ویلي دي چې پر پاکستان د ډیپلوماټیکو فشارونو زیاتوالی د دې لامل شوي ترڅو دغه هېواد د طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې مثبت اقدام وکړي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قوماندان د دغه هېواد د کانګرس د وسله‎والو خدمتونو کمېټې ته په وینا کې ټینګار کوي چې په روان زیږدیز کال کې د واشنګټن موخه د افغانستان د جګړې د بندون ماتول دي.

ښاغلي وټل په دې اړه څرګنده کړه:« موږ له عراق او سوریې د سرچینو یوه برخه افغانستان ته لېږدوو په داسې بڼه چې په دې هېواد کې پر داعش ډلې فشار هم وساتو او له بلخوا په افغانستان کې د جګړې بندون مات کړو.»

امریکا خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره درې لارې تعقیبوي.

هغه زیاته کړه:« هغه څه چې موږ یې اوس په افغانستان کې ترسره کوو دا دي چې د سولې بهیر پرمخ ولاړ شي، دا تګلاره مو له پخوا توپیر لري، ځکه چې موږ نه یوازې پوځي فشار زیاتوو بلکې د افغان حکومت په کارونو سره ټولنیز فشار هم زیاتوو، یو دغه کار په روان کال کې د معتبرو پارلماني او په راتلونکي کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کول دي او همداراز سیاسي او سیمه‎يیز فشارونه له هغې ډلې پر پاکستان زیاتوو، له دغو درېیو لارو خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره کار اخیستل کېږي.»

د امریکې د ګانګرس غړی کاربل هم څرګندوي:« امریکا له شپاړسو کلونو راهیسې په افغانستان کې په جګړه کې ښکېل دی او ستونزمن کار دی چې وویل شي موږ څه بریاوې لرلې دي، د نوې تګلارې له مخې په دې هېواد کې زموږ د ځواکونو شمېر څه باندې څوارلس زره تنو ته رسېدلی، خو له پراخو ځاني او مالي پانګونو سره سره د پرمختګ روښانه نښې نه لیدل کېږي.»

جنرال وټل که څه هم په پاکستان کې د ترهګرو د امنو پټن‎ځایونو د له‎منځه وړلو لپاره د دغه هېواد د مثبتو همکاریو د نښو نښانو یادونه کوي خو له بلخوا روسیه او ایران په افغانستان کې د امریکا د پوځي فعالیت په کمزوري کولو تورنوي.

شریک یي کړئ