Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ویلیم برډ د حکومت او بهرنیو مرسته کوونکو ترمنځ د اختلاف خبر ورکوي

په افغانستان کې د نړیوال بانک پخوانی رییس، ویلیم برد وايي د افغانستان حکومت او د لویو بهرنیو مرسته کوونکو ترمنځ له اختلافات شته.

دی د اختلافونو لامل نړیوالو ناستو کې د افغانستان حکومت لخوا د اقتصادي پرمختګ لپاره د یوه جانبه وړاندیزونو او همداراز په مالیې، سوداګرۍ او صنایعو او کانونو وزارتونو کې د ناڅاپي بدلون له امله بولي چې ولسمشر غني لخوا د ټاکنو په درشل کې اصلاحات نه بلکې د سیاسي موخو لپاره دا بدلونونه راغلي دي.

برد د اختلافونو د حل غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې که دا اختلافات حل نشي، نو د سولې لرلید به له ګواښ سره مخامخه کړي.

«افغانستان ته د مرستو پر سر ترینګلتیا د سولې لرل له ګواښ سره مخ کوي» دا د هغه مطلب سرلیک دی چې افغانستان کې د نړیوال بانک د پخواني رییس او د امریکا د سولې د انسټيټیوټ د اوسني مخکښ څېړونکي له لوري لیکل شوی دی.

هغه په دغه مطلب کې وایي چې که څه هم له طالبانو سره له یوې احتمالي هوکړې وروسته له افغانستان سره د نړیوالو مرستو دوام د بحث وړ دی؛ خو له افغانستان سره د مرسته کوونکو په ډېری ناستو کې کابل حضور نه دی لرلی.

هغه له دې منځه د پنجشنبه په ورځ په لندن کې له افغانستان سره د مرستو د دوام د تګلارې د جوړولو لپاره د مرستندویانو یوې غونډې ته اشاره کوي چې د افغانستان حکومت پکې ګډون نه درلود.

دا لومړی ځل دی چې په تېرو اتلسو کلونو کې د افغان حکومت استازي په دې غونډه کې ګډون نه درلود.

ویلیم برد  د مرستندویانو او افغان حکومت تر منځ د اړیکو د پرې کیدو لامل په کلیدي وزارتونو کې ناڅاپي بدلونونه  له هغې جملې د مالیې د وزیر ګمارل او په سوداګرۍ او صنایعو وزارت او دغه راز کانونو او پټرولیم وزارت کې د ولسشمر غني له لوري بدلونونه بولي.

د هغه په وینا دا ګام دا انګیرنه چې اقداماتو یې تر ډیره د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې سیاسي انګیزه لرلې ده پیاوړي کوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس، ویلیم برد څرګندوي:«زه فکر کوم کله چې د ټاکنو ترسره کیدو ته یوازې یو کال یا تر یو کال کم واټن پاتې وي؛ د وزیرانو ادلون بدلون بله معنا نه ورکوي ؛ مګر دا چې دا ادلونونه او بدلونونه سیاسي انګیزه ولري.»

ویلیم برد وایي چې د افغانستان د حکومت او مرستندویه هېوادونو  تر منځ اختلافونه په لومړی سره کې په دوه زرو اتلسم کال کې په ژنیو کې پېل شول.

نوموړی د هغو لامل د افغانستان د ودې او پراختیا په تړاو یو اړخیز وړاندیزونه ګڼي ؛ په داسې حال کې چې د هغه په وینا دا کار له نړیوال بانک سره په ګډه له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره په غونډو کې کیږي.

ویلیم برد د افغانستان د ملي تدارکاتو د کمیسیون پر غونډو د امریکا متحده ایالتونو نیوکې ته په اشارې سره وایي.

ښاغلی ویلیم برد وايي:«‎د تدارکاتو په څیر د یوې ادارې فعالیت خطر دا دی چې تاسو هغه متمرکز کوي. د دغه فعالیت متمرکز کول فساد متمرکزه کوي.»

هغه وړاندیز کوي چې مرستندوی هېوادونه باید افغان حکومت په نژدې راتلوونکې کې بهر وباسي او افغان حکومت هم باید د مهمو وزارتونو او ادارو له سیاسي کولو لاس واخلي او یوه د ټولنې یوې سټراټيژیکې او اقتصادي مدیریت تګلارې ته ستون شي.
 
برد، این گفته‌هایش را در یک مطلبی که زیر عنوان «تنش برسر کمک‌ها به افغانستان، چشم‌انداز صلح را با خطر روبه‌رو می‎سازد» مطرح کرده‌است.

شریک یي کړئ