Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وېلز: مرستندویان افغانستان کې له خصوصي پروګرامونو ستومانه شوي

په داسې حال کې چې د ولسمشر غني او سیاسي سیال عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي شخړې حل شوي نه دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړې چارواکې وايي چې نړیوال مرستندویان په افغانستان کې له خصوصي مسایلو او پروګرامونو ستومانه شوي دي.

د سوېلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مرستیالې الېس وېلز په یوه ټویټ کې لیکلي: «په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا او د هغه د ویجاړونکو اقتصادي اغېزو تر فشار لاندې ده، مرسته کوونکي له خصوصي مسایلو او پروګرامونو چې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ په وړاندې مطرح کېږي، ناهیلې او ستړي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله ویاند وایي چې د ولسمشر غني وړاندیز ښاغلي عبدالله ته د منلو نه دی او ښاغلي غني باید د سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو لپاره نرمښت وښيي.

د عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«داسې جوړښت رامنځته کړو چې د ټولو لورو لپاره د منلو وي، د ولسمشرۍ تر څنګ باید یو اجرايي پُست هم وي چې ټول لوري په کې دخیل وي، دا چې فکر کوم یو لور ته ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوازېتوب او ډیکتاټوري وي نور لوري یو لوري ته ولاړ شي چې مقابل لوری یې وړاندوینه کوي، د منلو وړ نه دی.»

ولسمشرۍ ماڼۍ د سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د هڅو خبر ورکوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود وايي:«د سیاسي مشرانو د غوښتنې پربنست او د سیاسي خبرو اترو د ډېر فرصت په موخه د کابینې د غړو مقررۍ د پنځو ورځو لپاره ودرول شوې.»

تر دې وړاندې سرچینو طلوع نیوز ته ویلي دي چې ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته وړاندیز کړی دی چې د سولې بهیر مشري وکړي او دغه راز به یې ملګرو ته په کابینه کې څلوېښت سلنه ځای ورکړي؛ خو عبدالله عبدالله دا وړاندیز نه دی منلی.

د سیاسي چارو شنوونکی ولي الله شاهین وویل:«د افغانستان د حکومت په منځ کې سیاسي کړکېچ خپل وروستي حد ته رسېدلی خو له دغو جنجالونو موږ یوه بله ستره ستونزه هم لرو، ژوره ستونزه چې هغه د سولې مسله ده.»

سرچینې وایي چې عبدالله عبدالله په هېواد کې د سیاسي بندون د لرې کولو لپاره په حکومت کې د اجرايي رول او د سولې او مصالحې د عالي شورا د مشرۍ او دغه راز د څلوېښت سلنه کابینې غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ