Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

يو ساده کلي‎ مېشتی، اوس د طالبانو مشر دی

ملاهبت‎الله آخُندزاده د کندرهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د سفیدران کلي اوسېدونکی دی، ترهغه چې تنګی ځوان وه، په همدې کلي کې اوسېده.

د طلوع‎نیوز خبریال، عبدالله همیم دغه کلي ته تلی او د طالبانو د دغه مشر د ماشوم‎توب له ملګرو سره خبرې کړې دي.

ملا هبت الله چې پلار یې د جومات امام وه، د یاد کلي ښکته‎ رده کورنۍ وه او هغه مهال یې سیاست سره لیوالتیا نه‎درلوده؛ خو کله چې پاکستان ته ولاړ سیاست او د طالبانو ډلې سره یوځای کېدو ته لیواله شو.

ده خپل ماشوم‎توب په سفیدران سیمه کې تېر کړی دی.

د پنجوايي ولسوالۍ یو قومي مشر، حاجي دین‎محمد وايي:"موږ د طالبانو نوي مشر، ملا هبت الله کورنۍ پېژنو، کابو پنځوس کاله مخکې یې په همدې کلي کې وزیږید. د دوی کورنۍ یوه حلیمه کورنۍ وه او ملا هبت الله خپل ماشوم‎توب هم په همدې کلي کې تېر کړی دی."

دغه کلي کې پروت جومات پای‎ملوک نومیږي، په دغه ځای کې قومي مشران وايي چې د ملاهبت الله پلار، ملامحمد آخند هم په همدې جومات کې امام وه، دوی چې د ښکتې ردې خلک وو، په سیاست کې یې هېڅ ونډه نه درلوده.

ملاهبت الله کله او څنګه سیاست ته مخه کړه؟

د پنجوايي اوسېدونکي وايي، که څه هم دوی د طالبانو له نوي مشر سره آشنا نه دي خو زیاتوي چې ملامحمدآخند د طالبانو د مشر له پلار سره ښه پېژندګلوي لري. دوی وايي چې د ملا هبت الله پلار حلیم سړی وه. دوی وایي چې کورنۍ یې آن په کلي کې سیمه‎ییزو جرګو کې ګډون نه کاوه او وروسته له هجرت څخه پاکستان ته ولاړل او سیاست کې ښکېل شول.

د پنجوايي ولسوالۍ بل اوسېدونکی، سخي محمد وايي:" د ملا هبت الله پلار ملامحمد نومېده او کابو ۵۰کاله مخکې په څو جوماتونو کې ملاامام وه او په سیاست کې ښکېل نه وه، دی یو عادي کس وه چې آن په قومي جرګو کې د ګډون په موخه نه غوښتل کېدو."

د ملا اختر منصور مرستیال، شیخ هبت‎الله اخندزاده تېره اوونۍ یعنې د ملا منصور د مرګ تر خپریدو دوه ورځې وروسته د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.

د حقاني ډلې مشر، سراج‎الدین حقاني او د طالبانو پخواني مشر، ملاعمر زوی، ملایعقوب د ملاهبت‎الله مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

ملاهبت‎الله آخُندزاده د کندرهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د سفیدران کلي اوسېدونکی دی، ترهغه چې تنګی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه