Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکنیز جنجالونه؛ جنرال دوستم د موازي حکومت ګواښ کړی

د ولسمشرۍ ټاکنو د اوږدېدو او جنجالي کېدو په لړ کې، د ولسمشر لومړي مرستیال او په ولسمشرۍ ټاکنو کې د عبدالله عبدالله له ملاتړو جنرال عبدالرشید دوستم، ګواښ کوي که چېرې د ټاکنو پایلې د هغه په وینا د تقلبي رایو پر بنسټ اعلان شي، هغه به د عبدالله عبدالله په مشرۍ موازي حکومت اعلان کړي.

ښاغلي دوستم چې تېره ورځ (پنجشنبې د سلواغې په ۲۴مه) چې د جوزجان په شبرغان کې د امیرعلي شیرنوايي او ظهیرالدین محمد بابر په یاد غونډه کې وینا کوله، ټینګار وکړ چې له درغلیو رامنځته شویو حکومت به هېڅکله ونه مني.
 
د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په دې اړه زیاتوي:«که چېرې دلته (په دې پړاو کې) درغلي وشي او ستاسې رایې (د جوزجان خلک) په پام کې ونه نیول شي، بیا هلته (کابل) کې یا ګواښ یا پر پیسو زموږ رایې معاملې ته ولاړې شي، پر ستوني مې چې چاړه هم کېږدي، په دار هم وځړول شم د ټاکنو تقلبي اعلان نه منوو. که چېرې تقلبي حکومت اعلان شي؛ څه کوو؟ موږ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله، بالمثل حکومت اعلان وو.»

د افغانستان ولسمشریزې تاکنې د روان لمریز کال د تلې په ۶مه نېټه ترسره شوې، او تراوسه چې کابو پنځه میاشتې کېږي د هغې وروستۍ پایلې اعلان شوې نه دي.

د لومړنیو پایلو د اعلان پر مټ اوسني ولسمشر او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند محمد اشرف غني تر ټولو ډېرې رایې اخیستي او اوسني اجراییه رییس او د ټاکنو بل نوماند عبدالله عبدالله بیا دویم ځای لري.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ادعا لري چې په دغو ټاکنو کې درغلي شوې ده.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ښاغلي دوستم د دغو څرګندونو په غبرګون کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په اعلان کې د روڼتیا ډاډ ورکوي. 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حق پرست په دې اړه څرګندوي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پرېکړې پر مطابق، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له مسوولیتونو او مکلفیتونو څخه دي.»

دم ګړۍ د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د ځانګړي تفتیش په حال کې دی؛ د دغه تفتیش او څېړنې پایلې به د انتخاباتو برخلیک روښانه کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره مخکښه دی او عبدالله عبدالله بیا ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

شریک یي کړئ