Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ:په افغانستان کې د غیراټومي بم کارونه یو بریالی مأموریت وه

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د داعش په وړاندې د ننګرهار په اچین کې د دغه هېواد د تر ټولو ستر غیر اټومي بم کارونه یو بریالی مأموریت وباله.

هغه په یوې بیړنۍ ناسته کې وویل:«په خپلو خلکو زښته زیات ویاړم.دا یو بل بریالی کار وه.همدارنګه هغه کسان چې اوس په دغې خونه کې سره راغونډ شوي ویاړو،په خپل پوځ هم ویاړو او دا یو بل بریالی مأموریت وه چې ترسره شو.»

د امریکا ولسمشر وویل چې هغه د دغه مأموریت د ترسره کېدو حکم کړی وه او د امریکا دمتحده ایالاتو پوځ په نړۍ کې غوره پوځ دی.

هغه بم چې د امریکا ملي پوځ تېره شپه اوه بجې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې استفاده کړ د ټولو بمومو د مور په نامه پېژندل کېږي.

دا لومړی ځل د ی چې د امریکا متحده ایالاتونه په جګړه کې له دغه بم څخه کار اخلي.دغه بم د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۳ زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې د عراق د جګړې له پیل څخه څو ورځې وړاندې وازمایل شو.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسون وايي چې دغه بم د ډیورنډ کرښې ته‎څېرمه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې د یو لړ پېچلو سمڅو د له منځه وړلو لپاره چې هلته ځمکني عملیات ډېر ستونزمن وو استفاده شوی دی.

که‎څه هم دغه بم کولای شي تر یو مایله د زیان رسونې توان لري،خو تراوسه د هغه د زیانونو او مرګ ژوبلې په اړه مالومات په واک کې نه‎شته.

شریک یي کړئ