Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ: افغانستان کې د بربریت پر وړاندې د مدنیت لپاره مبارزه کوو

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ( د وږي۶مه) ټینګار وکړ چې نړیوال ائتلاف په افغانستان کې د مدني ارزښتونو لپاره د بربریت پروړاندې جنګیږي.

دونالډ ټرمپ دا خبرې په سپینه ماڼۍ کې له خپل فنلنډي سیال سره په لیدنه کې مطرح کړې او په افغانستان کې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له نړیوال ائتلاف څخه د ملاتړ له امله مننه کړې ده.

ټرمپ زیاته کړه چې فنلنډ په افغانستان کې مهمه ونډه ترسره کړې ده او وړاندې یې ویلي دي چې دې هېوا له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه خپل سرتېري او مالي مرستې برابرې کړې دي.

ده وړاندې وویل چې موږ باید یوځای د ترهګرو امنو پټن‎ځایونو له منځه‎وړو او د هغوی تمویل لارو پریکولو په موخه هڅې وکړو تر څو د دوی شریره سوچ او ايډیالوژي له منځه یوړل شي.د امریکا ولسمشر وویل:«افغانستان کې فنلنډ د بربریت پر وړاندې د مدنیت مبارزې او افغان ځواکونو ملاتړ په موخه خپل سرتېري ليږلي او مالي مرستې یې کړې دي. دا هغه څه دي چې تاسو یې لرئ ـ دا د بربریت پروړاندې د مدنیت مبارزه ده. موږ له فنلنډ څخه مننه کوو چې دوی قربانۍ ورکړې دي.»

د فنلنډ ولسمشر، ساولي نینیستو وایي چې د افغانستان د ناورین د پایته رسولو لپاره باید یوه حل لاره پیدا شي.

نوموړي زیاته کړه:«موږ باید دافغانستان حل لارې لپاره ټولې لارې ولټوو، دې حالت څو لسیزې دوام وکړ، خو باید د خبرو اترو لپاره باید هغه چا ته چې خبرې ورسره کوو، درناوی ولرو.»

په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د فنلنډ هېواد سرتېرو شمېر ۲۰۰ ته رسېدو، خو اوس مهال دا هېواد ۳۰ سرتېري په افغانستان کې لري.

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وايي چې نړیوال ائتلاف په افغانستان کې د بربریت پر وړاندې د مدنیت ارزښتونو لپاره جګړه کوي

شریک یي کړئ