Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ: امریکا له طالبانو سره پر یوې هوکړې کار کوي

له طالبانو سره د امریکا خبرو له درېدو دوه میاشتې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له یوې امریکايۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې امریکا اوس له طالبانو سره پر یوې هوکړې کار کوي؛ خو په دې اړه یې ډېر وضاحت نه دی ورکړی.

په دوه وروستیو میاشتو کې، دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر له طالبانو سره پر هوکړې د کار خبر ورکوي.

ښاغلي ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې امریکا له طالبانو سره پر یوې هوکړې کار کوي او ولیدل شي چې څه پېښېږي.

هغه ټينګار وکړ په وروستي ځل چې امریکا غوښتل له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي، هغوی خلک ووژل څو څرګنده کړي چې سرسخته خلک دي.

خو ښاغلي ټرمپ روښانه نه کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر یوې هوکړې څه ډول کار دوام لري ځکه چې له طالبانو سره د خبرو اترو له درېدو وروسته، د دواړو لورو د استازو ترمنځ د رسمي غونډې د جوړېدو په اړه کوم خبر نه دی خپور شوی.

که‎ څه هم په دوحه کې د دواړو لورو د استازو ترمنځ د غونډې د جوړېدو په اړه ځينې اوازې اورېدل شوي دي او همدارنګه دواړه لوري د بندیانو ازادول د سولې خبرو اترو د بیا پیل نښه ګڼي. 

شریک یي کړئ