Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ او عمران خان د افغان سولې په اړه سره خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوې تلېفوني اړیکه کې، د بېلابېلو موضوعګانو په اړه له هغې ډلې د افغانستان د سولې بهیر په اړه بحث وکړ.

د پاکستان د لومړي وزیر د رسنیو دفتر په یوې اعلامیه کې چې نن (جمعه د لنیدۍ په لومړۍ نېټه) خپره شوې، ویلي چې په دغو خبرو کې، عمران خان د افغانستان - امریکايي پوهنتون د دوه استادانو له ازادېدو هرکلی کړی او هغه یې یو مثبت پرمختګ بللی دی.

د دغې اعلامیې پر بنسټ، ټرمپ له عمران خان څخه د دغو دوه استادانو د ازادېدو د شونتیا له هڅو مننه کړې ده.

د افغانستان - امریکايي پوهنتون دغه دوه استادان چې یو یې امریکایی او بل یې هم اسټرالیایی وګړی دی، په ۲۰۱۶ کال کې کابل کې وتښتول شو، هغوی دوه ورځې مخکې د حقاني ډلې له درې بندیانو هر یو انس حقاني ، مالي خان او حافظ رشید سره چې د افغانستان په بندخونو کې وو، تبادله شوي دي.

عمران خان همدارنګه ټينګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره پر خپلې ژمنې ولاړ دی. 

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تېر ماښام له ولسمشر غني سره هم ټلېفوني اړیکه لرله، ښاغلي ټرمپ په دغې خبرو کې، د شرط په توګه د اوربند په رامنځته کولو ټنګار وکړ.

هغه همدارنګه له ولسمشر غني غوښتي چې امریکا ته سفر وکړي.

شریک یي کړئ