Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ خپل د ملي امنیت سلاکار د اوضاع د څېړلو لپاره کابل ته استوي

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر، د دغه هېواد د ولسمشر د دونالډ ټرمپ په حکم افغانستان ته راځي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له عمومي منشي ینس اسټولټنبرګ سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې مک ماسټر افغانستان ته استوي ترڅو وګوري چې څه ډول پرمختګ وشي.

ټرمپ په دغې لیدنه کړې ویلي چې مک ماسټر په کابل کې له افغان چارواکو سره به هم خبرې اترې وکړي.

هغه زیاته کړه:«زه همدارنګه جنرال مک ماسټر افغانستان ته استوم ترڅو وویني له خپلو افغان شریکانو او د ناټو له تړونوالو سره څه ډول پرمختګ کولای شو.»

دا لومړی ځل دی چې د امریکا د حکومت نوی سلاکار افغانستان ته راځي.

له بلخوا،امریکا او ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې تینګار کوي.

سټولټنبرګ ویلي چې په افغانستان کې د ناټو مأموریت له نړیوالۍ ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې یوه ستره مرسته ده.

هغه زیاته کړه چې د ناټو غړي کوښښ کوي ترڅو د نړۍ په ځینو برخو کې له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي.

هغه وايي:«په افغانستان کې زموږ مأموریت له نړیوالۍ ترهګرۍ سره په جګړه کې یو ستر کمک دی.ناټو همدارنګه یو مهم رول په څو نورو طریقو سره لوبوي.د ناټو تو تړونوال د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف یوه برخه ده.ناټو کولای شي په نړۍ کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ډېر کارونه ترسره کړي.»

هغه همدارنګه په افغانستان کې د ناټو د پوځيانو له جګړې څخه ستاینه وکړه.

هغه په ډاګه کړه:«موږ د خپلو ښځینه او نرینه پوځیانو منندوی یوو په افغانستان کې زموږ د لاسته‎راوړنو د ساتلو لپاره چې په سختی مو ترلاسه کړي دي،هڅه کوي.موږ د هغوی د سرښندنو له ډلې د یوه امریکايي سرتېري یادونه وکړو؛هغه څوک چې د افغانستان په ختیځ کې له داعش سره په جګړه کې ووژل شو.»

دم‎ګړۍ په افغانستان کې کابو ۱۳ زره امریکايي او ناټو ځواکونه حضور لري،خو امریکايي قومندانان د طالبانو د ودې په حال کې د مبارزې لپاره،دغه هېواد ته د ۵ زره امریکايي پوځیانو د راستنېدو غوښتونکي شوي دي.

شریک یي کړئ