Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ د افغانستان د جګړې د پای په اړه خپلې خبرې بیا تکرار کړې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لس مېلیون تنو له وژنې سره د افغانستان د جګړې د پای لپاره یوځل بیا خپلې څرګندونې تکرار کړې.

ټرمپ وايي که‎چېرې غوښتل یې چې د جګړې ځانګړې طریقه خپله کړي، د افغانستان جګړه به یې ډېر ژر پای ته رسولې وای؛ خو فکر کوم چې په دغې جګړه کې په لسګونه مېلیونه تنه وژل کېدل او هغه دا اړینه نه ګڼي. 

ډونلډ ټرمپ له دې مخکې هم څو ځله دا شان څرګندونې کړې دي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ همدارنګه ویلي چې له اوربند سره د طالبانو د موافقې نه کولو له امله، له دغې ډلې سره یې مذاکرات پای ته ورسول.

ټرمپ ویلي کله چې د اوربند لپاره د طالبانو د نه چمتووالي څخه خبر شو، د دغې ډلې له مشرانو سره یې په امریکا کې لیدنه لغوه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي ټرمپ درې اوونۍ مخکې له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې او د هغه لامل یې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی وباله.

شریک یي کړئ