Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ د افغانستان لپاره خپله کړن‎لاره اعلان کړه

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ نن(سې شنبې د زمري۳۱) د کابل پر وخت سهار کابو پنځه بجې د افغانستان په اړه د کړنلارې اعلان پرمهال وویل چې پاکستان کې د ترهګرو ځالې باید له منځه یوړل شي، ځکه واشنګټن ته په دې هېواد کې د دوی امن‎پټن‎ځایونه د منلو وړ نه دي.

ده زیاته کړه:«موږ پاکستان ته میلیونونه ډالر ورکړي دي، خو پاکستان هغو ترهګرو ته چې ورسره په جګړه بوخت یوو، پناه ورکړې ده. او دا کار باید ډېر ژر بدل شي.»

نوموړي په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهالې جګړې په اړه وویل چې امریکا د افغانستان له حکومت سره مرستې کوي څو طالبان بیا ځلې واک ته و نه رسیږي.

د امریکا ولسمشر وویل چې موږ نو پر ملت جوړونې کار نه کوو،بلکې د طالبانو پر وژنې په افغانستان کې کار کوو.

ټرمپ د افغانستان پر وړاندې خپله ټوله تګلاره نه روښانوي خو وایي، دا تګلاره د وخت پر بنسټ نه بلکې د افغانستان او سیمې د شرایطو پر بنسټ طراحي شوې ده.

ټرمپ ټینګار کوي،  افغانستان نه باید د عراق په څیر پر یوه هیواد بدل شي

ده وړاندې وویل:«موږ به د ځواکونو شمېر او د پوځي فعالیتونو په اړه خبرې ونکړو. له دې څخه وروسته زموږ تګلاره به  د شرایطو پر بنسټ مخې ته ځي نه د وخت پر اساس دښمنان مو نه باید زموږ له طرحو خبر شي.»

ډونالډ ټرمپ په ټینګار سره وایي امریکا به په افغانستان کې بریالی شي.

ده همداراز زیاته کړه:«وروسته له دې بریالیتوب به روښانه تعریف لري یعنی  پر دښمنانو مو برید، د داعش له منځه وړل، القاعدې ته غاښ ماتوونکي ځواب ورکول، پر افغانستان د طالبانو د واکمني مخنیوی او پر متحده ایالاتو د بریدونو مخه نیول.»

د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، د افغانستان خلک باید د خپل راتلونکي واک په خپل لاس کې ونیسي او پر خپل هیواد حکومت وکړي.

ده په دې اړه وویل:«موږ د افغانستان ملګري او همکار یې  یوو خو د افغانستان خلکو ته نه دیکته کوو چې څنګه ژوند وکړي او څرنګه پر خپلې ټولنې حکومت وکړي. موږ بیا ځلې ملتونه نه جوړوو بلکې ترهګر وژنو.»

د ټرمپ د وینا یو له مهمو  برخو څخه د متحده ایالاتو او هندوستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو پراخیتا وه. ډنالډ ټرمپ له هند څخه غواړي چې د افغانستان اقتصادي ودې په برخه کې له امریکا سره مرسته وکړي.
 
د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهالې جګړې په اړه وویل چې امریکا د افغانستان له حکومت سره مرستې کوي څو طالبان بیا ځلې واک ته و نه رسیږي

شریک یي کړئ