Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ: د سولې هوکړې لپاره لا هم فرصت شته

د امریکامتحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وايي لا هم له طالبانو سره د سولې د هوکړې فرصت شته.

ټرمپ له خبریالانو سره خبرو کې ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو استازي لا هم له طالبانو سره د سولې پر خبرو بوخت دي.

اسوشیټیډ پرس د ټرمپ له قوله لیکلي:"موږ له طالبانو سره خبرې کوو، موږ له دوی سره د خبرو په حال کې یوو؛ وبه ګورو چې څه کیږي؟ د هوکړې لپاره فرصت شته."

په همدې حال کې د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش هم نن (چهارشنبې د سلواغې په ۳۰مه نېټه) کابل کې سلواغې شپږ ویشتمې لمانځغونډه کې وویل چې د سولې بهیر مهم پړاو ته رسېدلی دی.

ښاغلي دانش وویل:"موږ د سولې له هڅو په ټوله مانا هرکلی کوو، خو د سولې مهمه برخه د افغانستان د خلکو او طالبانو ترمنځ خبرې دي. وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیکه وروسته باید د بهیر مشري د افغانانو په مشرۍ وي."

ښاغلي دانش همداراز زیاته کړه چې د سولې خبرو اترو مهمه برخه کې د افغانانو ترمنځ خبرې دي، خو خبرداری ورکوي چې که طالبان له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې نکړي، هېواد کې به سوله تامین نشي.

هغه زیاته کړه:«سوله باید ټول شموله ووسي او د افغانستان د ټولو خلکو لپاره د منلو وي.»

د ولسمشر دوهم مرستیال ټینګار کوي سوله تېر وخت ته د تلو په مانا نه ده او د تاوتریخوالي کمښت باید د اوربند لامل شي:«سوله تېر وخت ته د تلو په مانا نه ده. د تواتریخوالیو کمښت پرمهال باید دغه تاوتریخوالی په داسې توګه کم شي چې د اوربند لامل شي.»

په همدې حال کې تېره ورځ د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي وویل چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې هر بند به مشروط وي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او دفاع وزیر ماک اسپر له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي دي دا چې د هوکړې هر بند د شرایطو له مخې چمتو شوی دی.

ټرمپ: د سولې هوکړې لپاره لا هم فرصت شته

په همدې حال کې د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش هم وايي چې د سولې خبرو ا ترو بهیر مهم پړاو ته رسېدلی دی

شریک یي کړئ