Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ: له افغانستانه د ځواکونو وتلو لپاره هېڅ مهال وېش شتون نه لري

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۴مه) فرانسه کې د «جي اوه»د سرمشریزې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره هېڅ مهال‎وېش موجود نه دی.

اخوا د امریکې استازي هیله من دي څو قطر کې له طالبانو سره په خبرو اترو کې پرمختګ وکړي او هوکړې ته له رسېدو سره، به له افغانستانه پنځه زره امریکايي سرتېري بهر شي.

خو ټرمپ وايي چې «هر څه شته» خو «بیړه نشته»

هغه زیاته کړه«موږ هلته یوو، موږ واقعاً د سولې ساتلو لپاره هلته یو ځواک یوو. موږ کولای شو چې په لنډه موده کې د دغې جګړې بریالي واوسو، خو نه غواړو چې لس مېلیونه کسان ووژنو.»

هغه له طالبانو سره د امریکې د سولې خبرو په اړه څرګنده کړه:«موږ له طالبانو، حکومت او نورو کسانو سره کار کوو او وبه وینو چې څه کېږي.»

بلخوا د سولې له خبرو اترو، خبرې سرچینې وايي چې د نهم پړاو خبرو اترو په لړ کې امریکا او طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم‎مهاله د امنو‎ځایونو د رامنځته کولو په اړه سره ځينو پرمختګونو ته رسېدلي.

دغه سرچینې ټینګار کوي چې د دغې کړنلارې له مخکې به‎، کله چې له یوه ولایت څخه امریکايي سرتېري په بشپړه توګه بهر شي، په هغه ولایت کې به اوربند تامین شي، او له افغانستانه په بشپړه توګه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته، په ټول افغانستان کې به اوربند تامین شي.

بل لورته بیا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په خپل ټویټرپاڼه رویټرز خبري اژانس سره د یو شمېر طالب قوماندانو د خبرو پر بنسټ جوړ شوی رپوټ رد کړی چې ګواکې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته، امریکا به له افغان ځواکونو سره خپلې مرستې بندې کړي.

هېڅوک باید په تبلیغاتو او دوکې ونه وېرول شي، اجازه را کړئ چې روښانه یې کړم، موږ به اوس او له طالبانو سره له هر ډول هوکړې وروسته، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړو. ټول اړخونه هوکړه کوي چې د افغانستان راتلوونکی به د افغانانو ترمنځ په مذاکراتو کې مشخص شي.

امریکا دم‎ګړۍ په افغانستان کې ۱۴ زره ځواکونه لري او د هغوی ډېری د افغان امنیتي ځواکونو په روزنې او مشوره ورکونې بوخت دي.

شریک یي کړئ