Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د ویستو امر نه دی کړی

د سپينې ماڼۍ یوه ویاند ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ترمپ له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتو امر نه دی کړی.

بلومبرګ خبري آژانس د امریکا د ملي امنیت شورا د یوه ویاند له قوله تېره ورځ(جمعه د غبرګولي په اوومه نېټه) لیکلي دي چې ولسمشر ترمپ افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د کمولو هوډ نلري او تر اوسه یې د دفاع وزارت ته د خپلو ځواکونو د وتو امر نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان، جنرال سکاټ میلر ننګرهار کې له والي او پوځي چارواکو سره د لیدنې په ترڅ کې ویلي وو چې تر اوسه یې د خپلو ځواکونو د ویستو امر نه دی ترلاسه کړی.

هغه همدارنګه زیاته کړې وه که چېرې ځواکونه کم شي، بیا هم له دغو ځواکونو سره کولای شي له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

ښاغلی مېلر همدارنګه وايي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي، ځکه چې د هغه بیه د افغانستان خلک ورکوي.

هغه څرګنده کړه:"په لومړي سره کې غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې ما کوم حکم نه دی ترلاسه کړی؛ هېڅ هم بدل شوي نه دي. نن د پرون په څېر دی او سبا به هم همداشان وي. خو که چېرې حکم ترلاسه کړم، اړینه ده چې پوه شئ. موږ لا هم له افغان ځواکونو سره یوو. که چېرې د ځواکونو کموالي ته هم مجبور وو بیا هم سم به وي. موږ به هغه کارونه ترسره کړای شو چې تاسې یې غواړئ"

مېلر دا څرګندوې په داسې حال کې وکړې چې دوه ورځې وړاندې رسنیو رپوټ ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تصمیم لري چې له افغانستانه اوه زره امریکايي سرتېري بهر کړي.

د امریکا د ملي امنیت یوه ویاند ویلي دي چې ولسمشر ترمپ افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د کمولو هوډ نلري او تر اوسه یې د دفاع وزارت ته د خپلو ځواکونو د وتو امر نه دی کړی

شریک یي کړئ