Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ له طالبانو سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو کارکړنې وستایلې

د امریکا د متحده ایالاتونو ولسمشر په ریاض کې د اسلامي - عربي هېوادونواو امریکا په سرمشریزه کې د نړۍ پر حکومتونو او مشرانو غږ وکړ چې ترهګرو ته له پنا ورکولو ډ ډه وکړي.

د امریکا ولسمشر، ډونالنډ ټرمپ په ریاض کې د اسلامي عربي هېوادونو په ناسته کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته ولاړ او دا یې بهر ته لومړۍ سفر وه.

ټرمپ په دې ناسته کې وویل:«افغان میړني ځواکونه له طالبانو او نورو ډلو سره په جګړه کې ډیرې قربانۍ زغمي، موږ به ترهګرې ډلې له هغو برخو چې د دوي په واک کې دي وباسو، موږ همداراز باید مالي سرچینو ته د دوي د لاسرسي مخه ونیسو، موږ باید د دوي مالي سرچینې بندې کړو.»

ټرمپ له ترهګرۍ سره مبارزې او مهمو اصلاحاتو د راوستو له امله د غني کړنې ستایلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرامپ په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ خلاف مبارزې په ټلواله کې د ټولوښکیلو هېوادونو د هڅو ستاینه وکړه خو د پاکستان نوم یې وانه خیست. 

سیاسي فعال، اجمل‎ بلوڅ‎زاده وايي:«په داسې حال کې چې پاکستان د ترهګرو لپاره امن پټنځای دی؛ خو د پاکستان نفوذ په عربستان کې لامل شوی دی چې په دې ناسته کې پر پاکستان نیوکه ونشي.»

همداراز د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼ کې راغلي دي چې ولسمشر غني د امریکا متحده ایالاتونو له ملي امنیت سلاکار، مک ماسټر سره د لیدنې په ترڅ کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي.

د غه راز د ریاض د شرمشریزې برخه والو ته د وینا پر مهال دامریکاد ولسمشر د نیوکو لویه برخه پر ایران ورټوله وه.

ټرمپ زیاته کړه:«له لبنانه تر عراق او یمن پورې، ایران ترهګر، وسله وال او نور توندلاري تمویلوي او روزنه ورکوي، دا ډلې په سیمه کې ورانۍ او تاوتریخوالي ته لمن وهي، ایران له څو لسیزو راهیسې فرقه اي جګړو او ترهګرۍ ته لمن وهلې ده، ایران داسې حکومت دی چې په ښکاره د ډله ایزې وژنې خبره کوي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف د دغو څرګندونو  په غبرګون کې له خپل لورې پر سعودي عربستان د ترهګرو د مالي ملاتړ تورپورې کړی او د امریکا ولسمشر ته یې هم سپارښتنه کړې چې د سپتمبر یوولسمې ته د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره دې پر نورو د تور لګولو پر ځای له سعودي چارواکو سره خبرې وکړي.

له بلې خوا ښاغلي غني په ریاض کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د نړیوال مرکز په پرانیستلو کې ګډون وکړ، ددغه مرکز مشري د واشنګټن او ریاض پرغاړه ده.

ولسمشر ټرامپ د ښاغلي غني په ګډون د څه د پاسه ۵۰ هېوادونو د مشرانو په ګډون غونډه کې وویل د ترهګرۍ ډیری قربانیان مسلمانان دي. 
 
شریک یي کړئ