Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ: له طالب مشرانو سره به وګورم

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک څو ساعته وروسته یوې خبرې ناسته کې وویل چې نېږدې راتلونکې کې به له طالب مشرانو سره وګوري.

ښاغلي ټرمپ په دې اړه وویل:«زه به نه ډېر لیري و خت کې، شخصآ له طالب مشرانو سره ملاقات وکړم.»

هغه زیاته کړه:«د هغې وخت دی چې وروسته له کلونو، زموږ سرتېري خپلو کورنو ته ستانه شي. موږ غواړو چې خپل خلک کورته راولو. دا افغانستان کې اوږد سفر وو.»

ټرمپ همداراز د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لپاره ولسمشر غني او د افغانستان خلکو ته مبارکي وویله.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ له ۱۸میاشتو خبرو وروسته د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال، ملابرادر ترمنځ لاسلیک شوه.

د هوکړې د لاسلیک مراسم، په مشهور "شیرینټن" هوټل کې ترسره شول. دغو مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د ۳۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو بنسټونو استازي وربلل شوي دي.

دغه هوکړه د تاوتریخوالي د کمښت له یوه "اووه ورځني پېر" وروسته لاسلیک کېږي. دغه پېر چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو د مدیریت لپاره د توانمنۍ ثابتول یوه ازمایښتي دوره وه، نن شپه پای ته ورسېده.

ټاکل شوې د دولسو ورځو په اوږدو کې د طالبانو او افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپئو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک مراسمو کې وویل چې«موږ نشو کولی چې افغانستان کې بریا اعلان کړو؛ بشپړه بریا هغه وخت ممکنه ده چې افغانستان تل پاتې سولې ته ورسیږي.»

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو ژمنه کړې څو له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

پومپئو همداراز څرګنده کړه:«که طالبانو د سولې هوډ لري، د تاوتریخوالیو کمښت بهیر ته دې دوام ورکړي.»

د امریکا د بهرنیو بیان کړه چې طالبان دې د سولې په برخه ګامونه پورته، له القاعده سره دې اړیکې پرې او له داعش سره دې مبارزه وکړي.

هغه همداراز له طالبانو غوښتنه وکړه چې د افغان حکومت، مدني فعالانو او د افغانستان له خلکو سره دې  خبرې وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه یوه مقدمه او درې برخې لري؛ لومړۍ برخه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتو ته ځانګړې شوې، دوهمه برخه یې هم د امریکا متحده ایالاتو او متحدین پر ضد یې د افغانستان د خاورې نه کارول او دریمه یې هم دا چې هوکړه باید پلې شي.

ټرمپ: له طالب مشرانو سره به وګورم

ټرمپ ویلي اوس د دې وخت رارسېدلی چې وروسته له کلونو امریکايي سرتېري خپلو کورنو ته ستانه شي

شریک یي کړئ