Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ له غني سره په اړیکه کې:ترهګر د ټولو تمدنونو دښمن دي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کابل ښار کې د تېرې ورځې (چهارشنبې د غبرګولي ۱۰ مه)ته په اشارې سره ترهګر یې «د ټولو تمدنونو»دښمن وبلل.

سپنې ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې لیکي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ولسمشر غني سره په تلېفوني خبرو اترو کې د کابل د چهارشنبې د برید په اړه چې په سلګونه تنه په کې شهید او ټپيان شوي ولسمشر غني ته خپله همدردي او تسلیت څرګند کړ.

هغه د دغه برید له غندلو سر، ترهګر یې د ټولو تمدنونو دښمنان وبلل او د خپل هېواد د دفاع لپاره د افغان امنیتي ځواکونو مېړانه وستایله.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي چې په کابل کې د امریکا سفارت له افغان حکومت سره په همکارۍ سره د دغه برید له قربانیانو سره مرسته کوي ترڅو د دغه برید عاملان تعقیب شي.

له بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن هم دغه برید په کلکه غندي.

هغه د دغه برید د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره د تسلیت له څرګندولو او ټپيانو ته د عاجلې روغیتا هیله وکړه.

هغه دغه برید یو بې مانا او بزدلانه کړنه وبلله او وايي چې د افغانستان په اړه د واشنګټن ژمنه تزلزل نه منوونکې ده.

هغه زیاته کړه:«امریکا د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ درېدلی ، سولې او امنیت ته د رسېدو لپاره د افغانستان د حکومت او خلکو له هڅو ملاتړ ته به دوام ورکړي.»

د کابل ښار د زنبق په څلور لاره کې مرګونی برید، د څه باندې ۸۰ تنو ژوند واخیست او څه باندې ۴۰۰ تنه نور یې ټپيان کړل.

ویل کېږي چې د دغه برید ډېری قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون مُلکي کسان دي.

شریک یي کړئ