د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې په هوډ لري له افغانستانه خپل ځواکونه بهر کړي خو په دغه هېواد کې به خپل ځواکمن استخبارات خوندي کړي.
هغه د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۰ مه) له فاکس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې له افغانستانه د نهو زرو امریکايي سرتېرو له ایستلو اندېښنه او وېره دا ده چې دا هېواد «د ترهګرو پر ازمونځای» بدل نهشي.
ټرمپ څرګنده کړه چې هوډ لري له افغانستانه خپل پوځيان بهر کړي، خو زیاته یې کړه چې افغانستان د پټېدو لپاره ښه ځایونه لري باید پر دې ځایونو څارنه وشي.
ټرمپ افغانستان یې د ترهګرو (هاروارډ پوهنتون) وباله او وې ویل چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې به بیا هم امریکا په دغه هېواد کې خپل اطلاعاتي حضور پیاوړ کړي.
د هغه دغه څرګندونې په داسې حال کېږي چې طالبان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بهر کېدو د هوکړې د لاسوند د څېړنې په حال کې دي، هغه د طالب مشرانو په اړه ویلي چې هغوی به په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.
بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اسو شېټډپرس خبري ازانس ته ویلي:«موږ د هوکړې پر لاسوند کار کوو.»
ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۳ز کال کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته تر رسېدو وړاندې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو یې ټينګار کړی و.
د تېر کال په ډسمبر میاشت کې، د ټرمپ ادارې پر یوې داسې طرحې کار وکړ څو له افغانستانه خپل ځواکونه بهر کړي، خو دا طرحه د امریکا د ډيموکراټو استازو له مقاومت سره مخ شو.