Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټلوېزیوني مناظره کې دغني پر نه ګډون له رسنیو دملاتړ بنسټونو نیوکې

له رسنیو د ملاتړ بنسټونه د ولسمشرۍ نوماند محمد اشرف غني له لوري د اریانا ټلوېزیون په یوه انتخاباتي مناظره د ګډون ردېدل رسنیو او د بیان ازادۍ ته سپکاوی بللی دی. 

له رسنیو د ملاتړ بنسټونو ویلي که ولسمشر غني نه غوښتل چي په یاده مناظره کې ګډون وکړې، په لومړي سره کې به یې د اریانا ټلوېزیون مسوولینو ته د نه ورتلو خبر ور کړی وای. 

خبریالانو ویلي ولسمشر غني د خپلې ژمنې په ماتولو سره قانون تر پښو لاندې کړی او د افغانستان خلکو ته يي بې احترامي کړې ده. 

په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه د ملي یووالي حکومت مشران محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان هم دي د دوشنبې په شپه د اریانا ټلوېزیون په مناظره کې ګډون وکړي، خو کله چې عبدالله عبدالله د دې رسنۍ ودانۍ ته نږدې رسېږي د دې رسنۍ مسوول د ولسمشر د یوه سلاکار له لوري پيغام تر لاسه کوي چې ولسمشر نه غواړي په دې پروګرام کې برخه والي.

د آریانا نیوز مسوول شریف حسنیار په دې اړه وايي:«د پي پي اس تشریفات تګ راتګ درلود، له ما او له همکارانو سره مې لیدنې لرلې، هېڅ کومه ستونزه نه وه، نه امنیتي او نه هم تخنیکي او نه هم کومه بله ملاحظه، دېره ورځ موږ ته یو زنګ راغی چې باید د ډاکټر صاحب غني له ډلې سره وګور، هغه دوه ملاحظې لرلې - چې د ورځې په پای کې حل شوې، هر څه چمتو وو، ډاکټر عبدالله له کوره د ټلوېزیون په لور حرکت وکړ، هماغه شېبه د ډاکټر صاحب غني د کمپاین له دفتره زنګ راغی چې دا مناظره ځنډول شوې ده.»

په دغه ټلوېزیوني مناظره د ښاغلي غني نه ګډون له خبریالانو د ملاتړ د بنسټونو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

د نی بنسټ مسوول مجیب خلوتګر څرګنده کړه:«کله چې په وروستیو دقیقو کې په اصطلاح په ۹۰مه دقیقه کې خبر ورکوي چې نه‎راځي، دا په دې مانا ده چې رسنیو ته یې سپکاوی کړی، د رسنیو ټولو مخاطبینو ته خلکو ته یې سپکاوی کړی او بلخوا خپلې امنیتي، تخنیکي او مطبوعاتي ډلې ته هم سپکاوی کړی دی.»

خبریاله زرغونه روښان هم وویل:«کله چې یوه میاشت مخکې همغږي وشوه او وې ویل چې مناظره کوو کله چې په وروستۍ شېبه کې له خپلې ژمنې اوړي دا رسنیو ته سپکاوی دی.»

یو شمېر هېوادوال چې په تېرو پنځو کلونو کې د ملي یووالي حکومت د مشرانو پر کړنو نیوکه کوي وايي دوی تمه لرله چې دواړه مشران په دغه مناظره کې ګډون وکړي.

د کابل اوسېدونکی بصیر احمد وايي:«موږ ډېر په تمه وو حتا ملګري او دوستان په تمه وو چې په دغې مناظره دغه دوه کسان څه وايي. او حتا ویلي مو وو که‎چېرې برېښنا نه وي له راډیو یې واورو. دا چې رییس صاحب په کوم دلیل رانه غی نه پوهېږم خو که‎چېرې وای ډېر به ښه وای.»

په هغه پیغام کې چې د ولسمشر له ادرسه رسنیو ته لېږل شوی راغلي عبدالله عبدالله بې پروګرامه کس دی له همدې امله ښاغلی غني نه غواړي چې له نوموړي سره په دې مناظره کې ګډون وکړي.

خو عبدالله عبدالله په دغه مناظره کې وویل ولسمشر نه‎شي کولای له هغه سره مناظره وکړي او یو لړ افشا کونې یې وکړې.

شریک یي کړئ