Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټېلرسن ایران یې د افغانستان په بې ثباتۍ تورن کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وايي چې ایران په یمن، عراق، سوریه او همدارنګه د افغانستان په ځینو برخو کې له خپلو پراختیايي هڅو سره دغه سیمې بې ثابته کوي.

تلېرسن زیاتوي چې ایران له دغو کارونو سره غواړي ترڅو په منځني ختیځ او د نړۍ په ځینو نورو برخو کې خپل نفوذ پراخ کړي.

د هغه په وینا، ایران په دوامداره توګه هڅه کوي چې په منځني ختیځ او افغانستان کې نفوذ وکړي.

تېلرسن څرګنده کړه:«زموږ موخه دا ده چې په سیمه کې له خپلو متحدینو سره کار وکړو او د یمن، عراق، سوریې او همداراز د افغانستان د ځینو برخو د بې ثباته کولو لپاره د ایران پراختیا غوښتونکې هڅې شنډې کړو.»

د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په باور د بې ثباتۍ هغه فعالیتونه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یې یادونه کوي،  په افغانستان کې د سیمه‎ییزو او له سیمې اخوا سیالیو یوه برخه ده.

د ولسي جرګې غړي فرهاد مجیدي په دې اړه وویل:«هېڅکله دا جګړه زموږ جګړه نه ده. د امریکا او ایران جګړه ده، د ایران او عربو جګړه ده. او هندیانو او پاکستانیانو جګړه ده. زموږ مسؤولان باید دغې ستونزې ته پاملرنه وکړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې پر ایران دغه راز تورونه لګول کېږي.

ایران له دې مخکې په ځلونو په افغانستان کې د طالبانو له ځینو ډلو سره په همکارۍ تورن شوی دی.

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي په دې اړه وویل:«دوه مسئلې دي؛ لومړی هېوادونو په دې ځای کې خپلې اوږدمهالې سټراتېژۍ لري،چې غواړي د فشار او د نفوذ له پراختیا سره، خپلو سټراتېژیکو ټکو ته ورسېږي.ایرانیان په ځانګړې توګه هڅه کوي چې خپل اسټراتېژيک سیال یعنې امریکا او (افغانستان چې دهغه متحد دی) تر فشار لاندې راولي.»

په دې اړه د ایران د سفارت د نظر په ترلاسه کولو بریالي نه‎شوو خو تهران له دې مخکې د افغانستان په کورنیو چارو کې هر ډول لاسوهنه رد کړې ده.

شریک یي کړئ