Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستاني پوځیانو ننګرهار کې په ډیورنډ کرښې دروازه جوړه کړې

د هېواد په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان وايي چې پاکستاني پوځیانو له یوې اوونۍ راهیسې د ننګرهار ولایت په دربابا ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښې دروازه جوړه کړې ده.

محمد ایوب حسین خېل زیاتوي که چېرې پاکستاني ځواکونه دا دروازه لرې نه کړي د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو له غبرګون سره به مخ شي.

د هغه په وینا د دغه کار د مخنیوي لپاره، څه باندې ۳۰۰ تازه دمي ځواکونه په دغې برخه کې ځای پر ځای شوي دي:«که چېرې پاکستاني پوځیان هغه ژمنه چې د دغې دروازې د لرې کولو په برخه کې کړې عملي نه کړي، افغان امنیتي ځواکونه به له پوځي اقدام سره دا دروازه به له منځه یوسي.»

د هېواد په ختیځ کې د پوله ساتو ځواکونو سرتېری الف ګل وايي:«هغه څوک چې زموږ پر خاورې د تېري په توګه هڅه وکړي، موږ د هغوی په وړاندې په کلکه مخالفت کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ افغان او پاکستان پوله ساتي ځواکونه سره ښکېل شوي وو او وروسته پاکستاني پوځیانو د کونړ پر ځینو برخو توغندي وتوغول. په دغې پېښه کې ۸ تنه ولسي وګړي ووژل شول او کابو لس تنه نور ټپيان شول. 

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت، تېره ورځ وویل چې په دې اړه یې په کابل کې د پاکستان له سفارت او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه نیولې او نیوکه یې کړې ده.

له کلونو راهیسې پاکستان ته د توکو د قاچاق لپاره د کاروانونو لارې په ځانګړې توګه د هېواد په ختیځ کې شته چې یوه له دغو لارو د ننګرهار د دربابا ولسوالۍ کې ده.

۵۵ کلن تیرا خان وایي چې په کلونو یې پر دې لاره له خپلو کاروانونو سره تګ راتګ کړی دی:«زموږ کار اوبار همدا و او تله بل کار او بارنشته.»

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ افغان او پاکستان پوله ساتي ځواکونه سره ښکېل شول او پاکستاني پوځيانو پر کونړ توغندويي بریدونه پيل کړ.

شریک یي کړئ