Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستانی سناټور:طالبان د پاکستان دښمن نه دي

د پاکستان د سنا مجلس دفاعي کمېټې رییس سید مشاهد له طلوع نیوز سره په مرکه کئې ویلي دي چې طالبان د پاکستانیانو دښمن نه دي او افغان طالبان په دغې خاوره کې د اسلام اباد لپاره ګواښ نه دي.

هغه افغان حکومت له طالبانو سره په سوله او یا جګړه کې خپل واکه وباله او په سیمه کې د سولې د راوستو لپاره د چین له هڅو څخه خبرې وکړې.

ښاغلي حسین په دې اړه وویل: "د پاکستان په خاوره کې افغان طالبان دښمن نه شمېرل کېږي. دویمه خبره دا چې طالبان د سولې خبرو ته د جولای په نهمه د افغانستان له استازو او حقاني شبکې له استازو سره چې تر څنګ یې د چین او امریکا استازو هم حضور درلود اوس تاسو پرېکړه وکړﺉ چې له چا سره جګړه کوﺉ، که سوله او خبرې غواړې باید د خبرو مېزته راشي ".

د پاکستان د سنا جرګې د دفاعي چارو کېټې رییس په افغانستان کې د سولې هڅې په ځانګړې توګه د چین هڅې ستايي.

مشاهد حسین زیاته کړه: "په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو د فعالیتونو زیاتوالي په ځانګړې توګه د چین په سینګ یانګ ایالت ناوړه اغېزه لري او د سیمې په هېوادونو کې د سولې په راوستو کې د چین ونډه اغېزمنه ده له دې امله چین ثابته کړې چې په افغانستان کې سوله غواړي او نو له دغه بهیر سره مرسته وکړي".

کارپوهان وايي چې په افغانستان او پاکستان کې د نا امنیو پراختیا کولی شي د چین په سینک یانګ ایالت ناوړه اغېزه وکړي. دا کارپوهان د پاکستان ژمنو ته د سولې په خبرو کې د شک په سترګه ګوري.

د سیاسي چارو کارپوه عمر شریفي په دې اړه وویل: "تراوسه پاکستان په خپلو ژمنو وفا نه ده کړې او موږ د افغانستان په وړاندې د پاکستان ټولې ژمنې د شک په سترګه ګورو او غواړو چې پاکستان عملي ګامونه پورته کړي".

د سیاسي چارو بل کارپوه عباس نویان په دې اړه داسې نظر لري: "کابل په دې نظر دی چې په افغانستان کې ناامني د سیمې پر هېوادونو ناوړه اغېزه لري او په افغانستان کې سوله د سیمې په هېوادونو کې سوله ده نو په دې اساس له پاکستان څخه غواړو ترڅو د هېواد د امنیت لپاره د ترهګرو په وړاندې له افغانستان سره په ګډه مبارزه وکړي".

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو ډله اوسمهال په دوه برخو وېشل شوې ده او په افغانستان کې د داعش نفوذ هم د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي. د کارپوهان په باور دا ستونزې سولې ته د افغان دولت هڅې له خنډ سره مخ کولی شي.

د پاکستان د سنا مجلس دفاعي کمېټې رییس سید مشاهد له طلوع نیوز سره په مرکه کئې ویلي دي چې طالبان د پ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه