Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکرې پر وړاندې سترخنډ

افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ زیږدیزو کلنو ترمنځ  له یو بل سره مذاکرې ته ډېر  لېواله وو، خو د پاکستان حکومت او ای اس ای د دغو خبرو اتر په وړاندې خنډ ګرځېدل.

نیویارک ټایمز ورځ پاڼې د ناورې د یوه ډیپلوماټ له خولې چې له نېږدې څخه د دغه بهیر لیدونکی وه لیکي ان په ۲۰۰۹  زیږدیز کال کې د دغه هېواد څو ډیپلوماټانو په همدې موخه له ملاعمر سره لیدنه درلوده.

اخوا د کورنیو چارو وزارت وایي چې د سولې د خبرو اتر په وړاندې د پاکستان له خوا د خنډ پر جوړولو هېڅ شک نه‎شته.

د نیویارک ټایمز د یوه رپوټ له مخې د ناروې دغه دیپلومات په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د اسلام اباد په ماریوت هوټل کې د طالبانو د مشرانو لخوا له رالېږل شوي پلاوي سره وکتل.

دغه ديپلومات وايي چې د طالبانو استازو د ۵ تنو نوملړ له ځان سره درلود او ټاکل شوې وه دا کسان له افغان دولت سره په احتمالي خبرو کې برخه واخلي.

په دغه رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د افغان دولت او طالبانو  استازي په ګډه ناروې ته ولاړل، خو له کتنې څو ساعته مخکې په کوټه کې د طالبانو د یوه پلاوي پر کور د بم چاودنه وشوه او په هغې کې د دغه پلاوي د غړي ورور ووژل شو او مېرمن یې ټپي شوه.

که څه هم د ناروې په منځګړیتوب د سولې دغو هڅو دوام وکړ  او آن په ۲۰۰۹ کال کې درېیو تنو د ناروې ‌ډیپلوماتانو له ملاعمر سره وکتل.

په رپوټ کې ویل شوي چې ملاعمر په هغه وخت کې د بډوډي او شکر په ناروغۍ اخته و.

له دې سره سره پاکستان په تېره بیا ای اس ای د سولې د هڅو په وړاندې د لوي خنډ په څېر ولاړ وه او همداراز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو زیاتوالی د سولې بهیر له ننګونو سره مخامخ کوي.

لکه څرنګه چې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې او یوازې له هغې څو ورځې مخکې چې د ملاعمر د مرستیال ملابرادر په ګډون یوه پلاوي هوډ درلود چې له افغان چارواکو سره وګوري ملابرادر په پاکستان کې ونیول شو.

ناوریي الف ارن رامسلین وویل:«د سولې د خبرو دوام ډېر ستونزمن وه، نه یوازې د طالبانو د مخالفت له امله بلکې د القاعدې او ای اس ای د مخالفت له امله، د آی اس ای مخالفت د ملابرادر له نیول کېدو وروسته روښانه شو.»

له بلخوا دغه رپوټ یو لړ غبرګونونه هم راوپارول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان خلک هم پوهېږي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې پاکستانیان څخه ونډه لوبي او همدارنګه زموږ متحدان هم پوهېږي.»

د مدني ټولنو او ګوندونو د کمېسیون رییس محمد ابراهیم رحیمي وویل:«د ترهګرو د تولید کارخونه په پاکستان کې ده او په خپله پاکستان د ترهګرو او وېره اچوونکو ملاتړی دی.»

له دې سره په ورته وخت کې یو شمېر سیمه‎يیز چارواکي هم په تېرو څو کلونو کې په ناامنو ولایتونو کې د سولې د هڅو د څرنګوالي خبره کوي چې له بندون سره مخامخ شوي دي.کندز یو دغه ولایت دی چې له څه د پاسه یوه کال راهیسې له ډېرو ناامنیو سره مخامخ وه.

د کندز امینه قومندانۍ د امنیت امر معصوم هاشمي څرګنده کړه:«پر کورنیو طالبانو او کورنیو مخالفانو، په ځلونو غږ کړی چې راشئ او د سولې له بهیر سره یوځای شئ.»

د کندز د ولایتي شورا غړي صفي الله امیري وايي:«حتا هغه طالبان چې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي،په واقعیت سره خپل هېواد او خپلو خلکو سره مینه لري؛هغوی چې نه‎پوهېږي،روښانه ده چې د پاکستان غلامان دي.»

له ډېرو کلونو راهیسې سولې ته رسېدل د افغانانو یوه هیله ده او په دې موده کې حکومت په یو ډول د دې هیلې د پوره کېدو لپاره هڅې کړې دي.

خو بهرنۍ لاسوهنې د دغه بهیر په وړاندې تل د اندېښنې وړ بلل شوې او لیدل کېږي چې د دغو لاسوهنو د مخنیوي لپاره اغېزمن کارونه نه دي شوي.

شریک یي کړئ