Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان په ننګرهار کې خپله قونسلګري وتړله

پاکستان په ننګرهار ولایت کې خپله کنسلګري هغه څه چې په چارو کې یې د سیمه‎ییزو چارواکو لاس‎وهنه بولي، تړلې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت جمعه(د خبرې شوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي دي چې د ننګرهار والي، حیات الله حیات د دې کنسلګرۍ په ډپلوماټیکو چارو کې لاسوهنه کوي.

خبرپاڼې له بهرنیو چارو وزارت غوښتي د ننګرهار والي د دې قونسلګرۍ په چارو کې له لاس‌وهنې منع کړي.

دوی همداراز زیاته کړې ده چې په ننګرهار کې ترڅو د خپلې کنسلګرۍ د امنیت په اړه ډاډ ترلاسه ن کړي نو دا کنسلګري به تړلې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار والي حیات الله حیات د پنج شنبې په ورځ په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ ته ولاړ او د ویزې په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو د هڅو په موخه یې د دې کنسلګرۍ د ویزې ورکړې له څانګې لیدنه و کړه.

د پژواک خبرې آژانس د خبر له مخې، ښآغلي حیات خلکو ته د ویزو ورکړې په برخه کې د آسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه کوي.

کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې د ننګرهار والي لاسوهنې د کنسلګرۍ په چارو کې د وین کنوانسیون ترپښولاندې کول دي

شریک یي کړئ