Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'پاکستان کې دمدرسو رخصتېدو سره سوېلي ولایتونو کې جګړې زور اخیستی'

د کندهار امنیه قومندان تادین خان وايي چې په پاکستان کې د مدرسو له رخصتېدو سره په سوېلي ولایتونو کې جګړې زور اخیستی دی.

تادین خان زیاته کړه چې د پاکستان د مدرسو زده‎کوونکي، افغانستان ته د جګړې لپاره استول کېږي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان څرګنده کړه:«اوس د پرسلي موسم دی د جګړې موسم دی او په پاکستان کې د دې لپاره مدرسي رخصت شوي او مشران يې د پاکستان په امن سیمو کې ناست دی او د بل زامن د جګړې لپاره افغانستان ته راستوي.او ورته وايي: چې په افغانستان کې جهاد دی او باید وجنګېږي.» 

تادین خان زیاتوي وسله‎والو طالبانو د سولې د خبرو سره سم  په دې موخه خپل بریدونه ډېر کړي دي څو د سولې په روانو مذاکراتو کې ډېر امتیازات تر لاسه کړي او خپل ځواک ښيي، خو په د هغه په وینا دوی د هر ډول برید مخنیوي کړی دی.

د کندهار امنیه قومندان په ډاګه کړه:«دوی اوس پر دې کوښښ کوي چې د سولې خبرې دي او ځان قوي ښيي، دوی قوي نه دي موږ هم تیاری ورته نیولي دی، د سولې خبرې پر خپل ځای دي او موږ ورته بشپړ چمتووالی نیولی دی او ټول اکمالات مو کړي دي. او کله چې دوی برید کوي موږ به يې ځواب ورکوو.»

خو نوموړی پر افغان حکومت هم نیوکې کوي او وايي چې په هېواد کې دننه، د دیني مدرسو په جوړولو او کنترول کې پاتې راغلی دی، چې له امله يې په افغانستان کې د پاکستاني مدرسو له رخصېدو سره سم موسمي جګړې پیلېږي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی فدامحمد افغان وایي:«هغه مدرسې باید دلته جوړې شي او خپل ځوانان مو باید دلته زده کړې وکړي، چې د هېواد په تګ لاره باندې مو ځوانان و روزل شي، هغوی خو د توپک درس ورکوي، او موږ په وار وار د دې غوښټنه کړې ده، چې دلته له مدرسو سره مرسته وشي.»

کندهار کې د مدني ټولنې فعال حکمت الله افغان  هم څرګندوي:«موږ دلته د تعلیماتو اسلامي څانګې لرو چې اوس هم پراخ فساد په کې شتون لري، او باید امکات په واک کې ورکول شي او په ښه توګه فعاله شي، او که‎چېرې زموږ ځوانان د نورو هېوادونو څخه د دیني زده‎کړو مخنیوي وشي، دلته به د موسمي جګړو مخنیوي وشي.»

غورک، ښورابک ، شاه ولیکوټ او میوند په کندهار کې هغه ولسوالۍ دی چې په‎ دې ورستیو کې د پخوا په پرتله د وسله‎والو طالبانو بریدونه پرې زیات شوي دي. خو امنیتي ځواکونه وايي د هوايي ځواکونه په ملتیا يې د طالبانو هر ډول بریدونه پرشاه تمبولي دي.

غورک، ښورابک، شاه ولیکوټ او میوند په کندهار کې هغه ولسوالۍ دی چې په‎ دې ورستیو کې د پخوا په پرتله د وسله‎والو طالبانو بریدونه پرې زیات شوي دي.

شریک یي کړئ