Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر روغتون برید؛ د ځينو نویو زېږېدلو ماشومانو میندې لاهم نادرکه دي

د کابل په لوېدیځ کې پر سل بستریز زېږنتون له برید وروسته کابو ۲۰ نوي زېږدېدلي بې سرپرسته ماشومان د اتاترک روغتون ته لېږدول شوي دي چې د یوې ورځې په تېرېدو سره تراوسه د ځينو دغو ماشومانو د منیدو او یا هم د کورنۍ د غړو په اړه معلومات نشته.

د اتاترک روغتون سرطبیب وايي:«کابو ۲۰ ماشومان یې د اتاترک روغتون ته راوړل چې له هغې ډلې یو ماشوم اورتوپیدي ستونزه لرله چې د ماشومانو روغتیا روغتون ته واستول شو.»

خو ځينې هغه میندې چې شیدې خوړونکي ماشومان لري، له تېرې شپې راهیسې د دغو ماشومانو د ژغورنې لپاره دغه روغتون ته تللي دي.

فیروزه عمر هغه مېرمن ده چې تېره ورځ تر ټولو مخکې دغو ماشومانو ته د شیدو ورکولو لپاره د اتاترک روغتون ته تللې له نورو مېرمنو هم غواړي چې له دغو ماشومانو سره د مرستې لپاره ودانګي.

فیروزه عمر وايي:«موږ ټول له جنایت کارانو او هغه کسان چې په افغانستان کې د انسانیت وژونکي دي موږ ټولو زیان لیدلی او زه په خپله یو له هغو کسانو یوم.»

عزیزه کرماني هغه بله مور ده چې دغو ماشومانو ته د شیدو ورکولو لپاره دغه روغتون ته تللې وه:«که چېرې یوه ماشوم خپل مور له لاسه ورکړې او یا هم کورنۍ یې مالي وړتیا نه لري او یا لږ تر لږه نه شي کولای ماشوم وروزي، خو زه کولای شم چې دوه ماشومان لوی کړم او زه په خپله هم یو څلور میاشتنی ماشوم لرم.»

بله مور فاطمه هم څرګندوي:«روغتون ته راغلې یم او له دغو ماشومانو سره مې مرسته وکړه.»

خدیجه هغه بله مور ده چې په سل بستریزه روغتون کې له زېږون وروسته پر دغه روغتون د بریدګرو د برید شاهده ده، هغه وروسته بیا پوه نه شوه چې ماشوم یې چېرته دی. خو نن له شلو ساعتونو وروسته د اتاترک روغتون ته راځي او خپل ماشوم په غېږ کې نیسي:«ډېره ډزې وشوې. زه نوره پوه نه شوم او تر یوه مېز لاندې پټه شوم.»

پر دغه روغتون برید کې ۲۵ تنه وژل شوي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دوه نوي زېږېدي ماشومان هم د وژل شویو کسانو په منځ کې دي.

شریک یي کړئ