د ملي امنیت لوی ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په پروان ولایت کې د علماو شورا پر رئیس د طالبانو د برید طرحهکوونکی، نصیر احمد نیولی دی.
نوموړي پر علماو د بریدونو پلانونه جوړول.
خبرپاڼه زیاتوي چې نوموړی دوه کاله مخکې د قاري محبوب په مرسته د طالبانو لیکو ته جذب شوی تر څو پر علماو او قومي مشرانو بریدونه وکړي.
د پروان ولایت امنیه قومندان محمد زمان مموزي د سېشنبې په ورځ(د غوايي په ۱۹ مه) وویل چې د دغه ولایت د علماوو شورا رییس عبدالرحیم شاه اغا حنفي هغه مهال ووژل شو چې د پروان دارالعلوم په یوه ټولګي کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه.
په دغې پېښه کې همدارنګه ۶ تنه زدهکوونکي هم ټپيان شوي دي.
د روان کال په لړ کې په پروان کې لومړنۍ چاودنه په داسې ځای کې کېږي چې زدهکوونکي هلته د حدیث او قران زدهکړه کوي.
دغه ماین د دغه دارالعلوم په یوه ټولګي کې تر توشکې لاندې ځای پر ځای شوی وه.د دغې مدرسې ښوونکي د دغه برید په اړه داسې وايي.
په دغې پېښه کې د پروان ولایت د علماوو رییس او یو بل زدهکوونکی ووژل شو.
د پروان ولایت امنیه قومندان ویلي وو چې مولوي عبدالرحیم شاه اغا حنفي په ځلونو د طالبانو لهخوا ګواښ شوی وه، خو تراوسه د دغې پېښې مسؤولیت چا نه دی منلی.