د پروان ولایت سیمهييزو چارواکو د ترافیکي پېښې په ترڅ کې د اتو کسانو له وژل کېدو خبر ورکړ.
دا چارواکي نن(چهارشنبې د لړم په ۹مه نېټه) وايي په وژل شویو کسانو کې دوې ښځې، درې ماشومان او درې نارینه هم شامل دي.
پېښه د دوو کرولا ډوله موټرونو د جنګېدو له کبله رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یې څلور تنه نور تپيان دي.
د پروان ولایت د ترافیکو مدیر، محمد نذیز وايي پېښه نن سهارهغه مهال د بګرام ولسوالۍ په رباط کلي کې شوې ده چې موټرې له کابل نه د شمال ولایتونو پر لور روان وو.
په ټپیانو کې هم دوې ښځې شاملې دي.