Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پروان کې د طالبانو برید کې اوو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

د پروان سیاه ګرد ولسوالۍ کې د سیمه ییزو ځواکونو پر پوستې د طالبانو برید په پایله کې اوو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ.

د پروان د والي ویانده، وحیده شهکار وايي چې برید تېره شپه(چهارشنبې د غبرګولي په ۷مع نېټه) د سیاه ګرد ولسوالۍ په «آنتن» سیمه کې شوی دی.

د نوموړې په خبره دغه برید :ې د پوځ یو سرتېری ټپي شوی دی.

اغلې شهکار وايي چې د سیمه ییزو پولیسو ځوابي برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.

په همدې حال کې یوه سرچېنه طلوع نیوز ته وايي چې نښته کې ۱۰ سیمه ییزو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی او طالبانو یې مړي هم سوځولي. سرچینه زیاتوي چې نښته اوس هم سیمه کې روانه ده.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا پېښه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ له دریو ورځیني اروبند دوې ورځې وروسته کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې ځيني سرچینې وايي طالبان پرته له اعلانه اوربند ته دوام ورکړی دی.

دا پېښه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ له دریو ورځیني اروبند دوې ورځې وروسته کیږي

شریک یي کړئ