Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پروان کې د طالبانو لخوا د ټاکنو ۸برمته شویو څارنکو نامالوم برخلیک

په پروان ولایت کې د ټاکنو په ورځ د ټاکنو اته څارونکي د طالبانو لخوا وتښتول شول او تر اوسه یې په بند کې دي.

د برمته شویو کسانو کورنۍ دولت د خپلو اولادونو په خلاصون کې په ناغېړی تورنوي او ترې غواړي چې ژر تر ژره ده یې د خلاصون په برخه کې اقدام وکړي.

ضیاالدین یو تن له هغو برمته شویو کسانو دی چې د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ په نمک آب سیمه کې د طالبانو لخوا بیول شوی دی.

د ضیاالدین پلار، شمس الدین وايي:« د ټاکنو کارکوونکی وو، نمک آب درې ته تللی وو، وروسته له دې چې کار یې خلاصیږي، مازدیر د طالبانو چک پوینټ ته رسیږي، او بیا یې له ځانه سره وړي، تر اوسه یې په اړه مالومات نشته.»   

د ضیاالدین پلار، شمس الدین زیاتوي:« مکتب یې خلاص کړی و، کله چې ټاکنې پیل شوې، د دوو او درې زرو معاش لپاره ولاړو، موږ ورسره مخالف وو، خو د کور مصرف لپاره ولاړو.»

د ضیاالدین ورور، فواد څرګندوي:« هغه ورځ چې تلو ما ورته وویل چې مه ځه، خو ویې ویل چې موټر سایکل راکړه، ځکه ماته کمېسیون زنګ وهلی او ځمه.»

درست ساعات پایانی روند رای دهی بود که طالبان در دره‌ی غوربند ولایت پروان هشت ناظر انتخاباتی را با خود بردند،که تا هنوز هم در بند آنان استند.

پروان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رییس، عبدالقاهر وهاب صافی په دې اړه وايي:« اته تنه چې اوس هم د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي له طالبانو سره دي، تر اوسه ورته لاسرسۍ نلرو.»   

په همدې حال کې د پروان ولایت د شینوارو ولسوال وايي چې د برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.

د پروان ولایت د شینوارو ولسوال، اکوگل محمدي وايي:« د مشرانو منځګړتوب شته او ډېر ژر به دا کسان خلاص شي.»

همداراز د پروان د والي ویانده، وحیده شهکار څرګندوي:« دښمن پر هېچا رحم نه کوي، دوی یوڅارنوال ونیول، موږ هڅه کوو داسې مخې ته ولاړ شو چې نیول شویو کسانو ته زیان ونه رسیږي.»

پروان کې د مدنې ټولنې د بورډ رییس، محمد شفیع مشفق بیا وايي:«طالبان په هغو سیمو کې واک لري، او دولت هم د عملیاتو وس په هغو سیمو کې نلري.»

د طالبانو لخوا د ټاکنو برمته شوي څارونکي ټول اته غړي د ټاکنو په ورځ(د تلې په ۶مه نېټه) د پروان په غوربند دره کې برمته شوي، کورنۍ یې وايي چې که دولت یې په خلاصون کې هڅه ونه کړي، نو پراخ اعتراضونه به وکړي.

د طالبانو لخوا د برمته شوي، ضیاالدین کورنۍ وايي چې د خپل زوی د حالت په تړاو اندېښنه لري.

شریک یي کړئ