په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې څلور طالب وسله وال ووژل شول.
د پروان امنیتي چارواکي وایي چې طالبانو تېره شپه(جمعه د وږي۹مه) غوښتل د بګرام په هوایي ډګر برید وکړي، خو دوی خپله د بهرنیو ځواکونو د برید په پایله کې ووژل شول.
د پروان والي ویانده، وحیده شهکار څرګندوي چې دا برید د بګرام ولسوالۍ په نصرو کلا کلي کې پر طالبانو ترسره شوی او په دې برید کې د طالبانو یو شمېر تجهیزات هم له منځه وړل شوي دي.
په همدې حال کې طالبانو ادعا کړې ده چې د بګرام پر هواي ډګر یې راکتونه توغولي دي.
په وروستۍ یوه میاشت کې د بګرام په هوایي ډګر څلور ځلې توغندیز بریدونه شوي دي.