«پروموټ» په حکومتولۍ کې ښځينه پروګرام؛ په کاري چاپیریال کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره د لارښوونې یوه تصویري ټولګه تیاره کړې ده.
د دې پروګرام مسوولین وايي دا ټولګه له تازه کاره مېرمنو یا هم له هغو مېرمنو سره چې کاري چاپیریال کې له ځورونو سره مخ دي، مرسته کوي چې څنګه د دې ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.
په دې تصویري ټولګه کې د کارکونکو د ناسمو چلندونو تر څنګ له یو بل سره د ښېګړو تصویرونه هم لري.
د پروموټ د همغږۍ مسووله لیلا رحیمي وايي: «دا ویډیو د چټکو او ښو زده کړو لپاره ښه وسیله ده، کوم لارښوونکي ته به اړتیا نه لري.»
په همدې حال کې ځينې دولتي بنسټونه په ملکي خدماتو کې د ښځو د کمرنګۍ یادونه کوي.
د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیاله سپوږمۍ وردګ وايي: «د رهبرۍ په کچه د ښځو ګډون تر اوسه موږ ته د منلو نه دی، د ملکي خدماتو د رهبرۍ په سطحه لس سلنه مېرمنې دي، چې دا شمېر د منلو نه دی.»
پروموټ د افغانستان او امریکا حکومتونو ګډ پروګرام دی، چې هدف يې د ښځو پیاوړتیا بلل کېږي.