Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'پر امریکايي اډو بریدونه د دوحې له هوکړې د طالبان سرغړونه ده'

په هلمند کې د بسشن پوځي اډه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه مهمه اډه ده؛ نیویارک ټایمز د ځينو امریکايي چارواکو له خولې د جولای میاشتې په وروستیو کې د طالبانو له لوري پر دغې اډې د څو توغندیو د توغولو په په هکله رپوټ خپور کړی دی.

د دغه رپوټ له مخې د بسشن اډې په اتیا کیلومټرۍ کې پر یوې بلې هوايي اډې چې بهرني ځواکونه په هلمند کې ترې کار اخلي؛ هم د طالبانو له لوري توغندي توغول شوي دي.

پردوو دغو اډو د طالبانو په بریدونو کې چې امریکایي ځواکونه په کې مېشت دي، چاته زیان نه دی رسېدلی، خو امریکایي ځواکونو ولې له دغو بریدونه یوه میاشت وروسته دا پېښې رسنیزې کړې.
                
آزاد خبریال سمیع یوسفزی په دې اړه وايي:«دا څېړي چې ایا دا بریدونه له ایران او روسیې پورې تړاو لري که نه، ځکه دغه موضوع له یو میاشتني ځنډ سره خپره شوه.»

امریکايي چارواکي د طالبانو دا بریدونه د امریکا او طالبانو تر منځ له شوي هوکړه لیک څرګنده سرغړونه بللې ده؛ خو د طالبانو ویاند طلوع نیوز ته وویل چې د دغو بریدونو د څرنګوالي د څېړلو په حال کې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد همدارنګه زیاته کړې ده چې د دغې دلې غړو ته حکم شوی چې پرامریکایانو بریدونه ونه کړي.

پخوانی طالب قومندان سید اکبراغا هم په دې هکله وویل:«د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ طالبان باید پر امریکايي ځواکونو بریدونه ونه کړي، چې دوی وکړای شي په ارامۍ سره له افغانستانه د وتلو بهیر کچ کړي، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د بریدونو پيل کولای شي د سولې بهیر ته زیان ورسوي.»

د ملي دفاع وزارت وایي چې امریکایي ځواکونه د دوحې د هوکړې له مخې تر اوسه په هلمند، غزني، پکتیا او ننګرهار کې له پنځو پوځي مرکزونو وتلي دي.

هغه مرکزونه چې د دوحې له هوکړه لیک وروسته امریکايي ځواکونه ترې وتلي دي: هلمند کې د انټينیک مرکز، په غزني کې د پي ارټي مرکز، غزني کې د سلطان مرکز، پکتیا کې د تندر مرکز، ننګرهار کې د ګمبیري مرکز.

د غوڅ ملاتړ ماموریت د طالبانو د دغو بریدونو په تړاو څه نه وایي، خو افغان حکومت هم طالبان د تاوتریخوالي پر زیاتولو تورنوي.
 
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«د دوحې د هوکړې پربنسټ په یوه ځای کې چې هغوی عمل کړی وو دا و چې پر امریکایانو یې برید نه و کړی، خو اوس لیدل کېږي چې له دې یې هم سرغړونه کړې ده.»

بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په تړاو د دغه سازمان په وروستي رپوټ کې له ټولو ښکېلو لوریو غواړي چې د خبرو له لارې یوې هوکړې ته ورسېږي.
     
د ملګرو ملتونو د سازمان سر منشي آنټونیو ګوټرش څرګنده کړې:«له ټولو لوریو غواړو چې د ژمنې او روغې په روحیې سره د یوې دایمي حل لارې او پراخ بهیر لپاره هوکړې ته ورسېږي.»   

شریک یي کړئ