Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر روغتون برید له توندو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو

په کابل کې د سردارمحمد داوود خان په پوځي روغتون برید د افغان مشرانو او نړۍ له توندو غبرګونونو سره مخ شو.

ولسمشر اشرف غني له دغې پېښې څخه شېبه وروسته په کابل کې د یوې ناستې په ترڅ کې دغه برید یې د افغانستان په ټولو خلکو برید وباله.

هغه دغه برید د دین او ټولو بشري قوانینو په خلاف وباله.

په همدې حال کې اجرائيه رییس عبدالله عبدالله وویل چې د دغه برید عاملان به هېڅکله ونه بښل شي.

له بلخوا پخواني ولسمشر حامدکرزي د محمد داوود خان برید د افغانستان د دښمنانو کار بولي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه پر روغتونونو برید د بشریت او بشردوستانه قوانینو په وړاندې ناوړه جنایت ګڼي.

له بلخوا د ناټو عمومي منشي پر ۴۰۰ بستریز روغتون د برید په غندلو سره ډاډ ورکوي چې ناټو به له ترهګرۍ سره په جګړه کې له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت دا برید د انسانانو ژوند ته بې پامي ګڼي او وايي دا برید په هېڅ دین او مذهب کې توجیه نه‎لري.

د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح دغه روغتون ته د ترهګرو رسېدل زړه بوږنونکی او د حکومت په تېره بیا امنیتي ادارو  لپاره له شرمه ډک بولي او له حکومتي مشرانو غواړي لوړپوړي امنیتي چارواکي له دندو ګوښه کړي.

شریک یي کړئ