طالبانو په خپلو وروستیو بریدونو کې د غوربند درې د سیاه ګردې ولسوالۍ پر ځینو برخو کې، ډېری کلي ولکه کړي دي.
طالبانو د جمعې په ورځ د سیاه ګردې ولسوالۍ ، فندقستان، د خشکي او حاجت ګا پر کلیو بریدونه کړي دي او همدارنګه په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام لري.
د غوربند په دره کې د عامه نظم کنډک قومندان هارون مبارز وايي:«موږ د خلکو او وطن د دفاع لپاره خپل چمتووالی درلود، دښمن ځينې چمتووالی له ګاونډیو ولایتونو لکه بغلان او ان هغې خوا ته وردک ګاونډی دی دغه ولایت ته یې یو شمېر مرستندویه ځواکونه راغوښتي وو.»
د سیمه ییزو پولیسو قومندان مشتاق وايي چې د ۱۵۰ سرتېرو مشري کوي، پنځه کاله وشول، چې په فندقستان دره کې طالبانو سره په جګړه دی.
هغه زیاته کړه:«کهچېرې دغه دره وپرځېږي، د ولسوالۍ بازار له څو ټکو څخه تر ګواښ لاندې دی او د خشکي درې له خوا هم چې د دغې درې ګینې خوا ته ده طالبان تر له دولت سره په جګړه دي او سړک بندوي.»
له دې ډلې، د سیاه ګردې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي پر دولتي ځواکونو نیوکه کوي، چې په څو کلونو کې یې ونهشوی کړای، دا ولسوالۍ د طالبانو له شتونه پاکه کړي.
د سیاه ګرد اوسېدونکی الله محمد وايي:«دې خوا ته ټول طالبان دي د دغه غر پر سر مخامخ هم ټول طالبان دي، د درې یوازې څو کوچنۍ برخې د دولت په لاس کې دي او د دې لپاره چې زموږ سیمې ته مرۍ رارسېږي موږ اړ یوو چې ولاړ شو.»
د شنبې ورځې نیمایي کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې زور واخست او طالبانو ان، د دولتي ځواکونو قومانداني په نښه کړه.