هغه چاودنه چې نن سهار کابل کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان وشو، له بهرنیو او کورنیو غبرګونونو سره مخ شوه.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې دغه برید پر جمهوریت، ازادۍ او د افغانستان د خلکو د ملي مقاومت پر ځواک برید وګڼه او هغه یې وغنده.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي:«دا زموږ پر جمهوریت برید دی، زموږ پر ازادۍ برید دی او پر هغو هڅو برید دی چې د سولې لپاره ترسره کېږي.»
په داسې حال کې چې طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او لا تر اوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي په خپل ټوېتر پاڼه لیکلي چې:«د افغانستان دښمنان له بېلابېلو پلمو او د مهمو شخصیتونو په نښه کولو سره په هڅه کې دي؛ چې د سولې بهیر سبوتاژ کړي.»
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي:«د افغانستان دښمنان په دغه ډول پېښو سره په دې هڅه کې دي؛ چې د سولې بهیر سبوتاژ کړي.»
د کورنیو چارو نوماند وزیر او سرپرست مسعود اندرابي هم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې په ننني برید کې هغه مواد استفاده شوي دي چې د هغو بریدونو موادو سره ورته والی لري چې په تېرو کې حقاني شبکې یې مسوولیت منلی دی.
د هغو شمېرو پربنسټ چې کورنیو چارو وزارت وړاندې کړې دي، په دغې پېښه کې لس تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان دي؛ خو نارسمي شمېرې د قربانیانو شمېر له دې ډېر ګڼي.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې په دغې پېښه کې د هغه ځينې کسان هم ټپيان شوي دي او په خپله هم د کیڼ لاس په برخه کې سرسري ټپي شوی دی:«زما ځينې ساتونکي چې زړور کسان دي ټپيان شوي دي چې د ملي امنیت روغتون ته لېږدول شوي او ما او زما ځوان زوی عبادالله جان ته چې زما تر خوا و زیان نه دی رسېدلی.»
د سیاسي چارو شنوونکی بصیر سالنګي هم زیاتوي:«دښمن یې هغه کسان دي چې د مقاومت په ښوونځي کې لوی وي او مشخصه موخه لري او دا چې په افغانستان کې د طالبانو موخه نه مني.»
د ولسمشر پرلومړي مرستیال برید په افغانستان کې د ځينو نړیوالو بنسټونو له غرګون سره هم مخ شوی دی.
امریکا، ناټو، المان او ایټالیا د هېواد د ولسمشر پر لومړي مرستیال نننی برید غندلی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست وايي، پر امرالله صالح د برید له امله شوکه شوی او زیاته کړې یې ده چې واشنګتن د افغانستان له ډیموکراټیکه مشرانو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه؛:«زه پر امرالله صالح د ننني برید له امله مایوسه شوی یم. امریکا د ولسمشر د مرستیال صالح په ګډون د افغانستان له ډیموکراټیکه مشرانو او بنسټونو په ټینګه ملاتړ کوي."
امرالله صالح د یک شنبې په شپه له طلوع نیوز سره په مرکه کې د افغانستان د سولې په تړاو د پاکستان پر نیت شک وښود او همداراز یې وویل چې له طالبانو سره به پخلا نه شي.
ښاغلي صالح وویل:«زه د اېډیالوژیۍ له پلوه د فکر له پلوه له طالبانو سره د پخلاینې وړ نه یم؛ شونې نه ده چې موږ سره پخلا شو، زه له طالبانو سره کار نه کوم.»
شاوخوا ۱۳ میاشت مخکې امرالله صالح په کابل کې د زرغون بهیر پر دفتر له ډله ییز بریده هم روغ ووت.
په یاده پېښه کې چې د یوه موټر بم په وسیله پیل شو نږدې ۳۰ کسان وژل او شاوخوا ۵۰ نور ټپيان شوي وو.