Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر عبدالله د سیاستوالو نیوکې؛ د سولې لپاره هېڅ کار نه دی شوی

ځينو سیاستوالو د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۳مه) وویل چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تراوسه نه دی توانېدلی چې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي.

دغه سیاستوالان وايي چې د نوي حکومت د سیاسي هوکړې پربنسټ، ښاغلی عبدالله د یوه ستر ملي بهیر مسوولیت په غاړه اخیستی، خو تراوسه یې په دغه بهیر کې کوم کار نه دی کړی.

د سیاسي هوکړې پر بنسټ، د مصالحې عالي شورا د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز پړاو د دوه مرستیالانو په ګډون، باید پنځه مرستیالان ولري؛ خو تراوسه د ښاغلي عبدالله درې نورو مرستیالان لا معلوم نه دي.
  
د تازه حکومت د جوړېدو لپاره سیاسي هوکړه نږدې دوه میاشتې مخکې د ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله تر منځ لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې له مخې، ښاغلی عبدالله د سولې په برخه کې تر نورو ډېر رول او واک لري.

د سولې چارو مشري او همداراز د دندو تثبیت او تصویب د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر له واکونو او دندو څخه دي.

د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وویل:«ټول کار یا د بهرنیو چارو وزارت کوي او یا هم د ملي امنیت ریاست یا بالاخره د ملي امنیت شورا کوي په دې منځ کې د ډاکټر صاحب عبدالله دنده نامعلومه ده چې د هغه دنده څه ده.»

تر دې مخکې ښاغلي عبدالله د کابینې بشپړېدل د ملي مصالحې د عالي شورا د چارو د پیل لپاره مهم بللي وو.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي و:«موږ د تازه کابینې د اعلانونو په برخه کې پرمختګونه کړي او تر هغې وروسته به د ملي مصالحې د عالي شورا غړي معرفي شي او دغه کار د مرکچي پلاوي له ماموریت سره مرسته او له هغو ملاتړ کوي.»

طلوع نیوز ته سرچینې وايي، عبدالله عبدالله څو ورځې مخکې د ۱۲ نوماند وزیرانو او د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون د نوماند رییس نومونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلي؛ خو اوس د عبدالله عبدالله ویاند وايي چې دغه نوملړ لا تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ ته نه دی استول شوی.

د ولسي جرګې غړی عبدالرووف شپون په دې اړه څرګنده کړه:«ډاکټر صاحب عبدالله ته وایم چې ته خلکو ته ځواب ویونکی یې، تراوسه چې موږ وینوو او یو ثبوت وړاندې کړئ او ووایئ چې د سولې لپاره مو څه کړي؟ د سولې لپاره مو هېڅ کار نه دی کړی یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره ښکېل یې.»

په دې منځ کې ځينې هېوادوال وايي چې، د سولې بهیر د ښاغلي عبدالله له لومړیتونو نه دی او په وینا یې ښاغلی عبدالله اوس پر فرعي کارونو بوخت دی.

د کابل اوسېدونکی وحید وايي:«د مصالحې عالي شورا نه غواړي کار وکړي په واقعیت کې هغوی پر معامله کولو بوخت دي.»

د کابل بل اوسېدونکی یاسر حبیبي هم وویل:«نه پوهېږم چې ډاکټر صاحب عبدالله به څه بوخت دی، ځکه چې تراوسه د مصالحې عالي شورا له خوا هېڅ کار نه دی شوی.»   

خو د عبدالله عبدالله ویاند وايي، سوله د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر له لومړیتوبونو دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د سولې په تړاو د اجماع جوړېدو لپاره له لسګونه سیاسي مشرانو، ښځو او ځوانانو سره لیدنې هم کړي دي.

د عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون وویل:«زموږ بنسټيز لومړیتوب د افغانستان د سولې بهیر دی چې په هغه برخه کې مو کار کړی دا یې هم یوه برخه ده چې زموږ د جریان اړوند کېږي چې په هغه اړه هم کارونه ښه مخته تللي دي.»

لا هم روښانه نه ده چې، د نوي حکومت کابینه چې د ۵۰ سلنې د غړو د معرفۍ مسوولیت یې د ښاغلي عبدالله پر غاړه دی، څه وخت اعلانېږي.

سیاستوالان وايي چې د نوي حکومت د سیاسي هوکړې پربنسټ، ښاغلی عبدالله د یوه ستر ملي بهیر مسوولیت په غاړه اخیستی، خو تراوسه یې په دغه بهیر کې کوم کار نه دی کړی.

شریک یي کړئ