Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر فوزیې کوفي د برید د عاملینو پر نه پېژندلو نیوکې

د کابل د شکر درې په اړوند سیمو کې له طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوي د غړې فوزیې کوفي پر لېږدونکي موټر له بریده دوه ورځې تېرېږي؛ خو تراوسه د دغو کسانو پېژاند لا معلوم نه دی او امنیتي ادارې هم د دې پېښې په تړاو معلومات نه ورکوي.

 مېرمن کوفي چې اوسمهال د ملي امنیت په روغتون کې بستر ده وایي؛ په هېواد کې به د ښځو د حقونو د دفاع او سولې ته د رسېدو په برخه کې خپلې عدالت غوښتنې ته دوام ورکړي؛ خو د نوموړې په وینا پرې د شوي برید په څېړنه کې باید ناغېړي ونه شي.
 
مېرمن کوفي وايي:«زه فکر کوم د سولې بهیر له منځه وړونکي او هغه کسان چې د افغانستان له سوکالۍ او ارامۍ په ځانګړې توګه له ښځو سره دښمني لري، هره مېرمن چې له ځانه ډېر فعالیت وښيي، هغوی په نښه کوي.»

له دغو اندېښنو وروسته افغان ځواکونو د کابل - پروان پر لویه لار د طالبانو او نورو ډلو پر وړاندې عملیات پیل کړي دي.

په شکردرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د وروستیو دوو ورځو د نښتو په پایله کې لسګونه کورنۍ هم د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.
                   
د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی وکیل وايي:«همدا نن له دغې درې سل تنه کورنۍ بې ځایه شوې. خلک ډېر ستومانه دي. څلوېښت او څو څلوېښت کاله عمر لرم، دومره ستومانه یم چې حتا له ځانه ستومانه یم.»

د کابل په شمال کې د شکردرې، قره باغ، فرزې، کلکان او مېربچه کوټ ولسوالۍ په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د فعالیتو شاهدې وې.
 
د شکر درې ولسوال  ګوهرخان بابري په دې اړه وویل:«موږ دلته ۱۴ رسمي کلي او اووه ملکان لرو او په دې سیمو کې چې عملیات وو دا سیمې چاڼ شوې.»

د کابل د شکر درې ولسوالۍ اوسېدونکي د دې ولسوالۍ په ځينو برخو کې د طالبانو پر فعالیتونو اندېښمن دي. دوی وایي چې که د دې ولسوالۍ پر وضعیت غور ونه شي؛ د هغوی فعالیتونه به کابل ښار تر نږدې سیمو راورسېږي.

شریک یي کړئ