Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر قول اردو له برید څخه وروسته د حکومت ځینې پټونې

په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له پېښې د پنځو ورځو په تېریدو، تراوسه هم دولتي ادارې په رسمي توګه د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه جزئیات نه ورکوي. په دې لړ کې یو شمېر معتبرې سرچینې وايي حکومت غواړي د پېښې د مرګ ژوبلې شمېر پټ وساتي.

د هغو شمېرو پر بنسټ چې له دغو سرچینو څخه ترلاسه شوي،تراوسه د دغې پېښې د څه باندې ۲۵۰ قربانیانو پېژاند چې د هېواد د ۱۰ ولایتونو اوسېدونکي وو روښانه نه دی.

پخوانی لوی درستیز قدم شاه شهیم وايي:«له بده‎مرغه زموږ د مړینې شمېر زموږ ټپيانو لوړه کړه.بنسټیز لامل یې همدا دی چې دغه سرتېري د لمانځه د ادا کولو په حال کې وو.»

تراوسه د ملي اردو پر دغه لوي پوځي مرکز د طالبانو د برید د وژل شویو یوازې څو مړي د دوی کورنیو ته سپارل شوي دي.

د ځینو سرچینو په وینا، په وژل شویو کې ۶۸ تنه د بدخشان، ۵۰ تنه د ننګرهار، ۴۰ د بغلان، ۳۳ د تخار، ۲۴ د ارزګان، ۱۸ د هلمند، ۱۳ د کندز، پنځه د سمنګان، درې تنه د کابل او دوه تنه هم د پروان وو.

 د دغو سرچینو په خبره د ځینو نورو په تېره بیا ختیځو ولایتونو اوسېدونکي هم په دې پېښه کې وژل شوي دي چې تراوسه یې کره شمېر روښانه نه دی، ځکه تراوسه هم د دغه برید د یو شمېر مړو هویت نه دی په ډاګه شوی.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکي ناصر تیموري وویل:«هغه مالومات چې خلک یې غواړي او هغه اهمیت لري چې حکومت ځواب ورکړي او هغه څه چې موږ یې دحکومت له خوا د اطلاعاتو په خپرېدو سره وینو،اطلاعات ډېر په کلي بڼه خپرېږي.»

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وویل:«هغه دروغ چې تل حکومت خلکو ته ویل،په دغې پېښه کې،خدای د دوی موټی خلاص کړ او عزت یې ولاړ.موږ او تاسو ټولو واورېدل چې وې ویل اته تنه شهید شوي دي.»

پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید په هېواد کې تر ټولو مرګونې پېښه وه چې د افغان ځواکونو پرخلاف ترسره شوه.

ځینې سرچینې وايي د دې پېښې ډېری قربانیان هغه ځوانان و چې نوي د ملي اردو له لیکو سره یو ځای شوي و او یوازې یې څو اږونۍ له پوځي زده کړې تېرې شوې وې.

په همدې حال کې یوه ډیپلوماټیکه سرچینه د شاهین قول اردو د برید په اړه داسې وايي:«په داسې حال کې چې ستاسې سرتېري د پوځي اډې په منځ کې وژل کېږي او تاسې نه‎شی کولای هغه وشمېرئ،نو ستاسې دا کار له هرڅه نه تاسې ډېر بد ښيي.»

شریک یي کړئ