Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر ماشومانو او تنکیو ځواناانو جنسي تیری

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې د حقاني شبکې قومندانان پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو جنسي تیري کوي. دغه ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغې شبکې قومندانان ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د ځانمرګو او نورو ترهګرو بریدونو د روزنې د ورکولو پر مهال پر هغوی جنسي تیري کوي.

د سرچینې په وینا، هغه تنکی ځوان چې غوښتل یې د خوست امنیه قومندان په نښه کړي، خو موخې ته تر رسیدو وړاندې د ملي امنیت ځواکونو لخوا ونیول شو ویلي، چې د حقاني شبکې قومندانانو پر ماشومانو، تنکیو ځوانانو او ده باندې جنسي تیري کړي دي.

هغه وویل چې هغوی دا کار دوی ته د ځانمرګو بریدونو د د لارو چارو ور ښودلو پر مهال ترسره کوي. د نیول شوی بریدګر نوم سمیع الله دی. هغه شپاړس کاله عمر لري او د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

سمیع الله زیاتوي، چې د حقاني شبکې قومندان او ورور یې څو څو ځله پر ده باندې جنسي تیری کړی دی. سمیع الله وايي: «زما په ځان کې د ښځو جامې وې او څلور شپې یې زه ووهلم او ناوړه عمل یې راسره وکړ، زما له بل ملګري محمد سره هم ورته عمل ترسره کیده.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا هلک هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د خوست امنیه قومندان د تومانچې په ډزو ووژني.

سمیع الله زیاته کړه: «دا وسله په میرانشاه کې د حقاني شبکې یوه قومندان راکړه او راته یې وویل، کله چې د خوست امنیه قومندان په خوست کې هغه روغتیايي مرکز یا کلینیک ته راغي نو زه به یې وولم.»

 

پر ماشومانو او تنکیو ځواناانو جنسي تیری

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې د حقاني شبکې قومندانان پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو جنسي تیري کوي

Thumbnail

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې د حقاني شبکې قومندانان پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو جنسي تیري کوي. دغه ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغې شبکې قومندانان ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د ځانمرګو او نورو ترهګرو بریدونو د روزنې د ورکولو پر مهال پر هغوی جنسي تیري کوي.

د سرچینې په وینا، هغه تنکی ځوان چې غوښتل یې د خوست امنیه قومندان په نښه کړي، خو موخې ته تر رسیدو وړاندې د ملي امنیت ځواکونو لخوا ونیول شو ویلي، چې د حقاني شبکې قومندانانو پر ماشومانو، تنکیو ځوانانو او ده باندې جنسي تیري کړي دي.

هغه وویل چې هغوی دا کار دوی ته د ځانمرګو بریدونو د د لارو چارو ور ښودلو پر مهال ترسره کوي. د نیول شوی بریدګر نوم سمیع الله دی. هغه شپاړس کاله عمر لري او د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

سمیع الله زیاتوي، چې د حقاني شبکې قومندان او ورور یې څو څو ځله پر ده باندې جنسي تیری کړی دی. سمیع الله وايي: «زما په ځان کې د ښځو جامې وې او څلور شپې یې زه ووهلم او ناوړه عمل یې راسره وکړ، زما له بل ملګري محمد سره هم ورته عمل ترسره کیده.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا هلک هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د خوست امنیه قومندان د تومانچې په ډزو ووژني.

سمیع الله زیاته کړه: «دا وسله په میرانشاه کې د حقاني شبکې یوه قومندان راکړه او راته یې وویل، کله چې د خوست امنیه قومندان په خوست کې هغه روغتیايي مرکز یا کلینیک ته راغي نو زه به یې وولم.»

 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه