Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر ماشومانو د افغان امنیتي ځواکونو د یو شمېر سرتېرو له خوا له تېري څخه د واشنګټن اندېښنه

د امریکا متحده ایالاتو د یو شمېر افغان ځواکونو له خوا په افغانستان کې پر ماشومانو د تېري په اړه خپله غوسه او کرکه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د سیمه‎يیزو پولیسو د یو شمېر قومندانانو لخوا بچه بازي او پر ماشومانو تېري امریکايي چارواکي اندېښمن کړي دي او له کابل څخه غواړي ترڅو دغه رپوټ په جدي توګه تعقیب کړي.

سپینه ماڼۍ ټینګار کوي د افغان ځواکونو لخوا پر ماشومانو جنسي تېری د زغم وړ نه دی او واشنګټن په دې اړه سخته اندېښنه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنسټ په دې اړه څرګنده کړه: " امریکا د افغان هلکانو د خوندیتوب په اړه چې ښايي د یو شمېر افغان امنیتي ځواکونو لخوا ترې ناوړه استفاده شوې وي سخته اندېښنه لري".

هغه زیاته کړه: "دغه راز جنسي تېري د منلو وړ نه دي، سربېره پر دې له ماشومانو د ناوړه استفادې په ګډون د بشري حقونو خوندیتوب د امریکا لپاره یو لومړیتوب دی، موږ له افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او د نړیوالو سازمانونو سره له نږدې کار کوو ترڅو په دې توګه له بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسول شي او باید د دغه راز جنایتونو عاملین عدالت ته وسپارل شي".

پنتاګون همداراز دا تور ردوي چې ګواکي امریکايي ځواکونو د ماشومانو له حقونو د سرغړونې او د یو شمېر افغان پوځیانو لخوا د هغوی له ناوړې استفادې سترګې پټې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند ټينګار وکړ: "زه فکر کوم تاسو پوهېږئ چې موږ څومره د ماشومانو د حقونو ترپښو لاندې کولو په اړه جدي یو، موږ دا موضوع په جدي توګه تعقیبوو ځکه دغه راز کړنې نه یوازې د افغانستان له قوانینو سرغړونه ده بلکې د بشري حقونو په اړه د افغانستان د نړیوالو ژمنو پرخلاف هم دي".

له بلخوا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې امریکايي ځواکونو هېڅکله په افغانستان کې داسې سیاست نه دی تعقیب کړی چې له مخې یې دوی د بشري حقونو له سرغړونې په تېره بیا د ماشومانو له جنسي استفادې سترګې پټې کړي.

جنرال کمبل زیاتوي په دې اړه یې له ولسمشر غني سره خبرې کړې دي هغه ژمنه کړې چې په هېڅ ډول له بشري حقونو دغه راز سرغړونې ورته د زغم وړ نه دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي له ماشومانو د ناوړه استفادې پېښې او د سیمه‎يیزو پولیسو لخوا د بشري حقونو سرغړونې د تېرو کلونو په پرتله کمې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:"د سیمه‎ييزو پولیسو د فعالیت په پیل کې له بشري حقونو داشان سرغړونې شتون درلود،خو په وروستیو کلونو کې دغو ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه شوې ده او موږ د هغوی په منځ کې استخباراتي ډلې ځای پر ځای کړي دي او د هغوی کړنې تر څارنې لاندې لرو".

په دې وروستیو کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې په افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو قومندانانو کوچني هلکان ساتلي او له هغوی سره همبستره کېږي. په رپوټ کې راغلي دغه قوماندانان ځینې وختونه ښکلې نجونې خپلو پوستو ته بیایي او تیری پرې کوي. دغه رپوټ د یوه امریکایي افسر د څرګندونو پر بنسټ برابر شوی چې د سیمه‎ییزو پولیسو په لیکو کې د دغه وضعیت کتونکی و.

د امریکا متحده ایالاتو د یو شمېر افغان ځواکونو له خوا په افغانستان کې پر ماشومانو د تېري په اړه خپ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه