Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر ولسمشر د اصلاحاتو راوستو په موخه فشارونه

د ملي او جهادي ګوندونو د مشرۍ پلاوي غړ، صبغت الله مجددي ولسمشر غني ته خبرداری ورکوي که خپل سیاستونه اصلاح نکړي د ملي یوالي حکومت به پایته ورسیږي.

نوموړي چې کابل کې په یوې خبري ناسته کې خبرې کولې ټینګار وکړ چې د مشرانو ګوښه کول د حل لار نه ده.

ده زیاته کړه:«د افغانستان حالاتو ته په کتو دا مناسب نه ده چې مشران ګوښه شي. موږ غواړو چې (ولسمشر)نظام او خلک اصلاح کړي. موږ هغه سیاست چې لري یې مخالف یې یوو. دوی خپل سیاست کې تېروتنې کوي، او که اصلاح نشي نو شاید داسې وخت راشي چې ګوښه شي.»

د دې شورا غړي له حکومته غواړي چې د ملي اجماع په جوړولو سره، دهیواد اوسنیو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.

د یادې شورا غړی، سید حامد ګېلاني څرګندوي:«زموږ دریځ تل همدا دی چې د ټولو جهادي او سیاسي شخصیتونو په ګډون ملي اجماع رامنځته شي او له حکومت سره همکاري وکړي تر څو ستونزې هوارې شي.»

اخوا د نوي جنبش ګوند په پرانست غونډه کې ددغه ګوند مشران له حکومته غواړي چې په امنیتي ارګانونو کې پراخ اصلاحات راولي. د نوي جنبش ګوند د عالم ساعي او د جنبش ګوند د یو شمېر پخوانیو چارواکو لخوا جوړ شوی.

ددې ګوند د مشرۍ پلاوي غړی، محمد عالم ساعي څرګندوي:«حکومت باید ژور اصلاحات راولي او وړتیا ټولنیز عدالت په پام کې ونیسي، او په امنیتي بنسټونو کې د قومي او سیاسي ګمارنو ډډه وکړي.»

د دې شورا د مشرتابه یوشمېر غړي، د امنیتي چارواکو د تبدیلۍ په برخه کې د معترضانو له غوښتنو سره مخالف دي، خو دحکومت ځینې سیاستونه ناسم بولي.
 
اخوا د احمدایشچي په مشرۍ د جنبش نوین ګوند چې د جوزجان د پخواني والي، او د یوشمېر ازبیک اوترکمن قوماندانانو لخوا جوړ شوی دی، په امنیتي ادارو کې د جدي اصلاحاتو په رامنځته کولو ټینګار کوي.
 
په کابل کې د خلکو د اعتراضونو په اوږدیدو سره د جهادي او ملي ګوندونو د شوراغړي او د جنبش نوین ګوند کړي خلک یوالي ته رابولي او د خلکو او احکومت ترمنځ د منځګړیتوب غوښتونکي دي.
 
د جهادي او ملي ګوندونو شورا د اعتراضونو دوام له دې ډېر د پلازمینې د اوسیدونکو لپاره د منلو وړ نه بولي

شریک یي کړئ