Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر ګرین ویلېج کمپ د برید ډېری مړه او ټپیان مُلکي ماشومان دي

زبیده نهه کلنه نجلۍ وه چې د چاودنې د شدت له کبله پرې د کوټې چت راغورځېدلی او تر لاندې یې ساه ورکړې ده.

د پېښې ځینې داسې قربانیان هم شته چې څو واره مخکې هم پر ګرین ویلېج د بریدونو له کبله دوی څو څو ځایه ټپونه خوړلي وو.

نهه کلنې زبیدې له خپل پلار، مور، خور او درې وروڼو سره ډوډۍ خوړه، خو له دې ناخبره چې دا به یې له خپلې کورنۍ سره وروستي ځل خواړه خوړل وي.

چاودنه د کور چت کېنوي، زبیده مري او ټوله کورنۍ یې ټپي کېږي.

اوس یوازې همدا جامې له هغې یادګار پاتې دي او ان تصویرونه یې تر خاورو لاندې او ورک شوي دي.

عبدالصبور د زبیدې کاکا دی، هغه د زبیدې جسد له خاورو را ویستلی او وايي، تر اوسه یې پلار او مور د زبیدې د مرګ په اړه ناخبره دي.

د زبیدې کاکا عبدالصبور وايي:«ما ته وايي چې ماشوم مې څنګه دی، زه ورته وایم چې ښه دی په کومه ژبه ورته وایم چې ماشوم دې مړ شوی.»

د زبیدې بل تره نعمان وویل:«کله چې یوه ښوونځي ته ویل کېږي چې ځانمرګی کېږي ولې امنیت نه نیول کېږي؟»

د زبیدې ماما ګل الرحمان څرګنده کړه:«زموږ په سیمه کې کمپونه پرانیستي دي، بهرني یې راوستي، دا یو ځل نه دی، څلورم ځل دی چې زموږ ماشومان وژل کېږي.»

د کابل قابل بای سیمه کې له برید وروسته، د خلکو کورونه په یوې کنډوالې بدل شوي دي. هغه چاودنه کې چې یوه شېبه کې یې هر څه ګډ وډ کړل.

د دې پېښې ډېری ټپیان هغه څوک دي چې د کورونو د چتونو او دېوالونو د نړېدو او د ښېښو د ماتېدو په پایله کې ټپیان شوي دي.

د بې یوه ټپي ښځه بي بي ګل وايي:«زوی مې ووژل شو، خاوند مې ټپي دی سرم مې ټپي دی.»

د دغې سیمې په یوه کور کې شل تنو ژوند کاوه او ټول ټپیان شوي دي. اوس هڅه کوي چې خپل خپلوانو کره ولاړ شي.

د سیمې اوسېدونکی ذکي وویل:«څلور ځله شوي چې زموږ کور همداسې چپه شوی کابو لس تنه شل تنه مو ټپيان لرل.»

د سیمې اوسېدونکې نسیمه هم وايي:«یو دم تورتم شو، خاورې او دوړې وې هېڅ مالومه نه وه چې چېرته یوو.»

د هرې پېښې په څېر له دې هم ټپیان روغتون ته لېږدول شوي.

امان الله د تېلو ټانګ کارکوونکی دی، هغه درېیم ځل دی چې پر ګرین ویلیج کمپ د چاودنو پر مهال ټپي کېږي.

پېښه کې ټپي شوی امان الله زیاتوي:«موږ له حکومته غواړو چې دا کمپونه وتړي، په کلیو کې دې وتړي، د کلي ټول اوسېدونکي ټپيان شوي دي.»

داسې مهال چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې کوي، خلک وايي، هغه مهال چې جګړه له دوی دا ډول قرباني اخلي، سوله ورته مانا نه لري.

شریک یي کړئ